د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

محد صادق: تاریخ له طالبانو نه دی پیل شوی


په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق وايي دوي د تروریزم ضد جګړه کې له نړیوالې ټولنې زیاته قرباني ورکړې ده.
په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق وايي دوي د تروریزم ضد جګړه کې له نړیوالې ټولنې زیاته قرباني ورکړې ده.

په کابل کې د پاکستان له سفیر محمد صادق سره د ازادۍ راډیو خبریال د پاکستان او سېمې په روانو حالاتو ، د پاکستان او افغانستان پر اړیکو او ګڼو نورو مسلو یوه مفصله مرکه کړې ده.

پوښتنه:
افغانستان ته د پاكستان سفير ښاغلې محمد صادق صاحب لومړی مننه كوم چې د مركي لپاره مو وخت راكړ، زما لومړۍ پوښتنه داده چې څه موده وړاندې د افغانستان او د پاكستان ترمنځ ډيپلوماټيكې اړيكې چندان خوندورې نه وې اوس څنګه دي؟

محمد صادق:
په اسلام اباد كې د ډيموكراټيك حكومت تر راتلو ورسته په سياسي اړيكو كې د پام وړ ښه والى راغلى، مونږ دمشرتابه په كچه يو څه ستونزې درلودې خو د دغه نوي حكومت سره دا ستونزې حل شوي دي.

اوس د افغانستان او پاكستان دواړه حكومتونه په تفاهم كار كوي، په منظمه توګه له يوه بله سره صلا مشورې كوي او په يو شمېر برخو كې ډېره زياته همكاري موجوده ده.

پوښتنه:
د پاکستان سفیر محمد صادق د ازادۍ راډیو د خبریال پوښتنې ځوابوي.

افغانستان به تل پر پاكستان تورونه یورې کول چې ترهګر له پاكستان څخه افغانستان ته را اوړي او د پاكستان حكومت يې په مخنيوي كې كافي څه نه كوي خو اوس فكر نه كوئ چې پاكستانې چارواكو هم ورته خبرې پيل كړي دي، په دې اړه څه ويل غواړئ؟

محمد صادق:
نه، زه فكر كوم چې په دې برخه كې يو ستر توپير موجود دى، موږ په چا تور نه لګوو، موږ فكر كوو چې دا يو خوندي سرحد نه دی او مونږ يې د ښه كنټرول اړتيا وينو.

غوره كنټرول په څو لارو راتلى شي، موږ د پولې په اوږدو كې هاغې غاړې ته په زيات شمېر پوستې اچولې دي او موږ له افغان حكومت او ايتلافي ځواكونو څخه هم غواړو چې په دې برخه كې كه زيات نه وي نو په ورته شمېر ځواكونه په پوله دې غاړې ته وګماري.

مونږ غواړو هغه وسلې چې اوس په سوات كې موندل كيږي او هغه په افغانستان كې له ايتلافي ځواكونو سره دي دا بايد بندې شي، كه څه هم مونږ په دې برخه كې په افغان دولت او په ايتلافي ځواكونو تور نه لګوو ځكه ښايي زيات عوامل ولري.

خو مونږ دا غواړو چې د پولې كنټرول دې نور هم ښه شي ځكه په ورته توګه مونږ داسې تروريستان هم نيولي دي چې د منځني ختيځ او د مركزي اسيا هېوادونو څخه د افغانستان له لارې پاكستان ته اوښتي دي او بيا هم دا تكراروم د د ې پرځاى چې په يوه بل ګوته ونيسو بايد د پولې كنټرول ښه كړو.

پوښتنه:
يو وخت به همدغه خبره افغان حكومت كوله او تاسو به دومره ويل چې په پوله مو په زرګونو سرتيري ګمارلي دي، ايا په رښتيا هم دغو ځواكونو په هاغه مهال كولاي شو چې افغانستان ته د ترهګرو د راتګ مخنيوي وكړي؟

محمد صادق:

په هرصورت زه فكر كوم چې د پولې دواړو غاړو ته بايد ځواكونه وجود ولري، څرنګه چې زمونږ ځواكونه هلته موجود وه نو مونږ په ګڼ شمير بهرني تروريستان په هاغه مهال نيولي وه.

نو موږ چې كومه بريا هم لرو هغه په دغه برخه كې زمونږ د ځواكونو د موجوديت له امله وه، مونږ اوس هم د پولې د امنيت په لا ښه كولو كار كوو.

پوښتنه:
په پاكستان كې دننه د طالبانو پرضد پراخ پوځي عمليات روان دي ايا دغه عمليات به د افغانستان پر امنيت باندې كومه اغيزه ولري؟

محمد صادق :
افغانستان او پاكستان له ترهګرو سره په جګړه كې يو رنګه تجربه لري، ستاسو هېواد ته تروريستان له ټولې نړۍ څخه راغلي او دا د روسانو پرضد د جهاد له وخته راپاتي دي.

د نړۍ يو شمېر هېوادونو او ځواكونو د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه خلك د افغانستان د جهاد د ملاتړ لپاره راستولي وه، خو بيا هغوى دغه كسان همدلته په افغانستان او د پاكستان په سرحدي سيمو كې پرېښودل او خپله ولاړل.

دا هغه ستونزه ده چې پروخت ورته توجه نه وه شوې، كه څه هم پاكستان د يوي لسيزي راهيسې له نړۍ غواړي چې دغه ستونزه حل كړي.

پوښتنه :

د عملياتو په اړه يوه بله پوښتنه هم لرم او هغه داچې اوس هم د دغو عملياتو په اړه نيوكې كيږي چې له زړه نه دي او يا دا چې يوازې پاكستان يې د دې لپاره كوي چې د نړيوالو مرسته راخپله كړي ځكه د نړيوال مالي بحران پاكستان هم سخت ځپلى دى ايا دا سمه ده؟

محمد صادق:
دا هغه استدلال دى چې د دېرشو كلونو راهيسې كيږي، كله چې مونږ پنځو ميليونو افغانانو ته پنا وركړه نو همدغو كسانو همدغه ډول خبرې كولي.

معنى دا چې كه مونږ هر څه وكړو نو هغه به د پاكستان رقيبان خوشحاله نه كړي، تاسو كه د اتيايمې لسيزې ورځپاڼې وګورئ نو كټ مټ همدغه خبرې به په كې ومومئ، چې پاكستان له افغان مهاجرو سره مرسته كوي ځكه چې پيسو ته اړتيا لري.

دلته ستونزه په څه كې ده، داسې خبرې خو سالم دماغ نه كوي، مونږ هغه هېواد يو چې تر ټولو په زيات شمېر مهاجرو ته مو پناه وركړې چې د بشريت په تاريخ كې سارى نه لري.

اوس هم زمونږ په هېواد كې درې ميليونه افغان مهاجر لرو هېڅ څوك هم ورته توجه نه كوي، مونږ خو اوس هم دوى ساتو خو هيڅ څوك هم اوس د هاغو ورځپاڼو بې معنى تبصرې نه ګوري.

مطبوعات هم وينو چې همدا استدالال بيا بيا كوي ، تاسو وګورئ چې څومره پاكستاني سرتيري له تروريزم سره په جګړه كې وژل شوي دي، چې په افغانستان كې د ايتلافي ځواكونو له قربانيو څخه زيات دي، يعنې مونږ زياته قرباني وركړې ده.

تاسو وګورئ چې پاكستان ته څه وركول كيږي؟ تاسو په افغانستان كې يوازې د جګړې لګښت ته وګورئ چې متحده ايالات يې وركوي او بيا هاغه پيسو ته وګورئ چې موږ يې ترلاسه كوو، نو ځكه زه فكر كوم چې دا خبرې د ډېر يوه منفي زهنیت څخه سرچینه اخلي.

پوښتنه:
داسې ويل كيږي چې په ډېره اندازه امريكايي وسلې چې افغانستان ته انتقالېدې د پاكستان په لاره كې وركې شوي دي او ښايي د ترهګرو لاس ته ورغلي وي په دې اړه څه ويل غواړئ؟

محمد صادق:
زه غواړم چې داسې راپورونه ووينم، ما دا اوريدلي دي چې خواړه ورك شوي وي، تشناب كاغذ ورك شوی وي يا داسې نور څيزونه.
ما له پاکستان څخه افغانستان ته پر لاره د خوړو د ورکیدو اوریدلې دي، خو دا چې پر دې لاره دې وسلې ورکې شوې وي ، په دې اړه مې کوم خبر دی اوریدلی.
محمد صادق


خو د وسلو د وركېدو په اړه ما څه نه دي اوريدلي ځكه د وسلو د انتقال دقيقه څارنه او ژغورنه كيږي، دا بيا هم لكه د يوه تور غوندې دى چې په پاكستان لږول كيږي.

پوښتنه:
كه له جګړې را تېر شو افغان حكومت هڅه كوي چې له مخالفينو سره د سولې خبرې وكړي ايا پاكستان هم په دې برخه كې كومه مرسته كولاى شي؟

محمد صادق:
موږ هيله او ارزو لرو چې افغانستان د خپلي ستونزې حل ومومي، خو مونږ په افغانستان كې كوم نفوذ نه لرو، داسې څه اړيكې نه لرو چې په دې برخه كې ترې كار واخلو.

خو كه افغان دولت فكر كوي چې موږ څه مرسته كولاى شو نو موږ حاضر يوو، ولې بيا هم بايد تكرار كړم چې بيا هم په دې برخه كې بايد كوم تور موجود نه وي او داسې و نه انګېرل شي چې مونږ دې ګواندې له طالبانو سره كومه اړيكه ولرو ځكه طالبانو مونږ ته هم سخت زيان رسولى.

پوښتنه:
خو داسې راپورونه دي چې طالبان د پاكستان له حكومت او په ځانګړي توګه د پاكستان له استخباراتي ادارې يا اى اس اى سره ښې اړيكې لري او ولسمشر زرداري په واشنګټن كې هم ويلي وو چې دا د دوى او د امريكا تېروتنه وه چې طالبان يې رامنځ ته كړل په دې اړه څه فكر كوى؟

محمد صادق :
تاريخ له طالبانو نه دى پيل شوى او په طالبانو به پاى ته هم نه رسيږي، هرڅوك چې نن په افغانستان كې مهم دى پاكستان يې يوخت ملاتړ كړى

تاريخ له طالبانو نه دى پيل شوى او په طالبانو به پاى ته هم نه رسيږي، هرڅوك چې نن په افغانستان كې مهم دى پاكستان يې يوخت ملاتړ كړى او يا امريكا يې ملاتړ كړى نو دا مه هيروئ.

پوښتنه:
يعنى تاسې دا منئ چې د طالبانو په رامنځ ته كېدو كې مو مرسته كړې ده او تاسو طالبان ايجاد كړي دي او كه څنګه؟

محمد صادق:
هو موږ خو له جميعت اسلامي او حزب اسلامي سره هم مرسته كړې ده، موږ خو له هرچا سره مرسته كړې ده.

پوښتنه:
په همدې توګه له طالبانو سره مو هم مرسته كړې ده؟

محمد صادق :
دوى ټول په پاكستان كې دېره وو، د افغان جهاد ټول مشران په پاكستان كې پراته وو، ته بايد دا هېر نه كړې چې شهيد احمد شاه مسعود يو وخت په پېښور كې و.

پوښتنه:
او اوس داسې راپورونه هم شته چې د طالبانو مشر ملا عمر هم په پاكستان كې دى؟

محمد صادق:
زه خو ترې خبر نه يم او كه ته پرې پوهيږې نو ولاړ شه او ۵۰ ميليونه ډالره جايزه ترلاسه كړه.

پوښتنه:
كه غلط نه شم نو څه موده وړاندې د پاكستان حكومت اعلان كړى و، چې دوى به په خپلو مدرسو كې بهرني طالبان نه پريږدي خو اوس ويل كيږي چې نه يوازې په پېښور بلكې حتى په پنجاب كې هم د مدرسو زيات طالبان افغانان دي. په دې اړه څه ويل غواړئ؟

محمد صادق :
ايا ته غواړې چې موږ ټول افغان مهاجر وشړو، زه فكر كوم چې بهرنيان نه شي كولاى چې د پاكستان په مدرسو كې داخله واخلي څو يې د كوربه هېواد اجازه نه وي.

خو دا موضوع د افغانانو په حق كې نه ده افغانان كولاى شي د پاكستان په ښونځيو، پوهنتونونو او مدرسو كې په ازاد توګه زده كړې وكړي له دوى سره هاغسې رويه كيږي لكه چې د پاكستانيانو سره كيږي بل هېڅ هېواد افغانانو ته داسې امتيازات نه دي وركړي.

پوښتنه:
خو اندېښنه په دې كې ده چې افغاني طالبان چې كله بېرته افغانستان ته راګرځي نو د ترهګرو په بڼه راځي ؟

محمد صادق:
په پاكستان كې له افغانانو سره هاغسې رويه كيږي لكه د پاكستانيانو سره چې كيږي دواړه يو خېل امتيازات اخلي.

پوښتنه :
له مهاجرو څخه مو يادونه وكړه، ويل كيږي په دې ورځو كې په پاكستان كې له افغان مهاجرو سره ښه رويه نه كيږي په هره امنيتي پېښه كې په ګڼ شمېر افغانان نيول كيږي دا ولي؟

محمد صادق:
خبره په دې كې ده چې كه له چاسره ورقه او اسناد وي څه ستونزه نه شته، خو كه له چاسره اسناد نه وي او په تروريستي برېدونو كې لاس لري نو پرضد يې اقدام كيږي.

خو بيا هم هره دوسيه محكمې ته ځي، بندي كېدل په پټه نه كوي هر څه اعلانيږي، افغان حكومت او څارنوالان ورته لاس رسى لري او كه ته دا ماته وايې چې داسې افغاني تروريستان نه شته چې په پاكستان كې بريدونه كوي نو زه غواړم چې په دې موضوع بيا لږ فكر وكړه.

پوښتنه:
زه به يو بل مثال دركړم چې په مهاجرو باندې تاسو څومره فشار راوستئ په باجوړ كې مو يوازې ۳۰ ساعته وركړي وو، دغه راز په لواړګي كې مو هم محدود ساعتونه د وتلو لپاره وركړي وو ايا په دومره كم وخت كې دا هر څه امكان درلود؟

محمد صادق:
دا د يوه نړيوال فارمول له مخې كيدل چې پرې موافقه شوې وه، له نن څخه به تر راتلونكو دريو كلونو پورې وځي .

پوښتنه :
خو داخو يوازې دېرش ساعته وو.

محمد صادق:

نه ۳۰ ساعته نه وه بلكې درې كاله وه خو ته چې دا تر وروستۍ ورځې پورې پرېږدې په دې كې زمونږ ګناه څه ده؟

بله خبره داده چې باجوړ، سوات او بنير زمونږ امنيتي سيمې وې مونږ خپلو خلكو ته يوازې شپږ ساعته وخت وركړى وو چې سيمه پريږدي.

پوښتنه :
رابه شو بيارغونې ته هر هېواد د افغانستان په بيارغونه كې ځانګړي رول لري، پاكستان د افغانستان بيارغونه كې څه كوي او څه يې كړي دي؟

محمد صادق :
موږ په ګڼو سترو پروژو كې دلته كار كوو چې له بده مرغه د افغانستان د مطبوعاتو له خوا ښه نه دي كور شوي، مثلا په كابل كې مو سږ كال د رحمن بابا د ښونځي ودانۍ جوړه كړه چې ۱۲۰۰ زده كونكي لري، د زرو زده كونكو لپاره مو سږ كال په يوې ليلې باندې كار پيل كړى، په جناح روغتون باندې مو په دشت برچي كې كار پيل كړى چې دوه سوه بستره لري.

د بشري زده كړو د فاكولتې ودانۍ مو جوړه كړه چې په افغانستان كې به تر ټولو عصري فاكولته وي، په دشتې برچي كې به يو بل روغتون د فاطمه جناح په نوم هم جوړ كړو.

په لوګر كي مو په يو ۵۰ بستريزه روغتون كار پيل كړى، په جلال اباد كې مو د ګردو يا پښتورګو د ناروغيويو مركز جوړ كړ چې ۹۰ په سلو كې يې كار بشپړ شوى دى.

۱۵ډاكټران مو پاكستان ته د روزني لپاره وليږل څو بيا د دغه روغتون چارې مخې ته يوسي، په مزار شريف كې مو د انجنيرۍ په پوهنتون باندې هم كار روان دى، بله ستره پروژه مو د جلال اباد تورخم سړك دى چې يوې خواته پوره شوى او بلې خوا ته به يې د روان كال تر پايه بشپړ شي، دا د بيلګې په توګه هغه څو سترې پروژې وې.

پوښتنه:
مننه چې د پروژو په اړه مو معلومات راكړل ايا ويلى شئ چې په دغو پروژو به څومره ډالره لږيدلي وي او يا به پرې ولږيږي؟

محمد صادق:
موږ پېسې د نورو هېوادونو غوندې نه حسابوو بلكې زموږ يو ډالر د نړيوالې ټولني له شپږو يا اوو ډالرو سره معادل دى، د بېلګې په توګه كه د رحمن بابا ښونځى بل هر چا جوړ كړى واى نو ويل به يې چې شل ميليونه ډالره مو پرې لږولي دي.

خو مونږ پرې يوازې درې ميليونه لږولي دي، ځكه نور مرستندويان له همدغو پيسو خپل معاشونه هم اخلي، خپلو مشاورينو ته هم له همدې پيسو معاش وركوي او حتى په خپلو هېوادونو كې هم په دې اړه جوړو شويو دفترونو ته له همدې مرستې پيسې وركوي خو مونږ داسې نه کوو.

پوښتنه :
يو بله پوښتنه د اقتصاد په اړه لرم د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ترانزيټ په برخه كې لومړى قرارداد په ۱۹۶۵ كال كې لاسليك شوى و او بيا د كرزي او زرداري په وروستۍ ليدنه كتنه كې چې په واشنګټن كې شوې وه يو ځل بيا د دغه سند ياداشت لاسليك شوى اوس يې كار كوم پړاو ته رسيدلى دى؟

محمد صادق :
هيله ده چې په دې اړه خبرې اترې به د روان كال تر پايه پورې پاى ته ورسيږي او حتى كوښښ كوو چې له دې مخكې نتيجه وركړي، مونږ دوه ځله پرې خبرې كړي چې ډيرې بريالۍ وې او د توقع پرخلاف مخي ته تللي يو.

هيله ده چې دريمه غونډه به د اګسټ په لومړۍ نيټه په اسلام اباد كې وشي او هيله لرو چې نور هم پرمخ ولاړ شو، زه فكر كوم چې هر څه سم دي او تر دې مهاله په كې كومه ستونزه نه شته، وروستۍ نېټه د دغو خبرو اترو لپاره د ډيسمبر ۳۱ نېټه ټاكل شوې ده او مونږ هيلمن يو چې له دغې نېټې څخه دمخه دغه خبرې په بريالي توګه پاى ته ورسوو.

پوښتنه:
زما وروستۍ پوښتنه داده چې افغانستان او پاكستان خو دوه ورونه هېوادونه دي، خپلو کې ګډ دین کلتور او دودونه لري، د دې ترڅنګ په ميليونونو افغان كډوالو ته يې ځاى وركړى، د دواړو هېوانو ترمنځ پراخ سوداګريزي اړيكې وجود لري، خو د ټولو سره سره دغه دوه هېوادونه هميشه په خپلو كې ناندرۍ لري د دې علت څه كيداى شي؟

محمد صادق:
د دې خبرې توضيح ډيره سخته ده، دا كومه نوې خبره نه ده لكه چې زه وايم تاريخ په طالبانو نه دى پيل شوى او په طالبانو به پاى ته هم نه رسيږي، دغه ستونزې په ۱۹۴۷ كال كې هم وې، كله چې په دغه كال پاكستان جوړ شو نو افغانستان يواځينى هيواد و، چې په ملګروملتونو كې يې ورسره مخالفت وښود.

خو بيا هم په عمومي صورت موږ بايد شكايت ونه كړو مونږ ګاونډيان يوو، موږ وروڼه يو، كلچر مو يو دى، ژبه مو شريكه ده، د جامو او خواړو دود مو سره يو دى او حتى ويلى شم چې په دې هر څه كې افغانستان د پاكستان مشر ورور دى نه كشر، ځكه افغانستان له پاكستان څخه اوږد تاريخ لري.

په تاريخي لحاظ او په كلتوري لحاظ موږ له افغانستان څخه زده كړې دي، خو ځينې حساسيتونه موجود دي، پر حقايقو سترګې پټيږي تاسو وګورئ په روان كال كې هره ورځ ۵۲۰۰۰ افغانان له دغې پولې تېر راتېر شوي او په دې برخه كې هېڅ ستونزه هم نه شته دهيچا مخنيوى نه كيږي.

كه څه هم زموږ د پوستو له مخې تېريږي د نړۍ په هيڅ ګوټ كې د دوو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ دغه ډول اړيكې نه شته او همدې غوره اړيكو ځينې خلك نارامه كړي دي.

نو كه ځينې خلك مو په ارامه پريږدي موږ له يوه بله سره ژوند كولاى شو او حتى له يوه بله پرته ژوند نه شو كولاى، ځكه تاسو تاريخ او جغرافيه نه شئ بدلولاى او دغه تاريخي حقيقت ځينې خلك خواشينې كړي دي.

پوښتنه:
ايا هدف مو دادى چې د عامو خلكو ترمنځ كومه ستونزه نشته او يوازې سياستمدرانو دغه مشكل جوړ كړي دى؟

محمد صادق :
سياستمنداران هم ځينې وخت د فشارونو لاندې وي، زه داسې خلك پيژنم چې دوى به د اى اس اى يا د پاكستان د حكومت پرضد ځينې خبرې كولې خاص د دې لپاره چې نور خلك پرې تور ونه لګوي چې د پاكستان ګوډاګي دی.

زه پوهيږم او پاكه پاكه يې وايم چي زيات داسې خلك چې زمونږ پرضد خبرې كوې، دوى په زړه كې پوهيږي چې دوى ښه نه كوي خو دوى يې د سياسي ژوندي پاتې كېدو لپاره كوي، دوى غواړي په دې توګه د نړيوالې ټولنې ځيني هېوادونو ته د منلو وړ وګرځي.
XS
SM
MD
LG