د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

پاکستان کې په څرګنده د افغان رای ورکونکیو جعلي کارتونه چاپېږي


د چاپ شویو جعلي کارتونو یوه نمونه چې لا په چاپخونه کې ده.
د چاپ شویو جعلي کارتونو یوه نمونه چې لا په چاپخونه کې ده.

د قصه خوانۍ په چاپخونو په دې ورځو کې وار نه شته. ډېرې یې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو د لویو لویو پوسټرونو او تبلیغاتي پاڼو په چاپ بوختې دي .

خو ځینې کاندیدان یوازې پوسټرونه او تبلیغاتي پاڼې نه چاپوي، بلکې د رای ورکونکې جعلي کارتونه هم چاپوي څو د انتخاباتو په ورځ یې وکاروي .

په پېښور کې د ازادۍ راډیو خبریال یو شمیر هغو چاپخونو ته ورغلی چېرې چې د رای ورکونکیو جعلي کارتونه چاپېږي او هغو کسانو سره یې خبرې کړي چې په دې کاروبار کې لاس لري. دا راپور دلته اوریدلی شۍ:

XS
SM
MD
LG