د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د دوه فرانسوي خبریالانو د برخلیک په اړه په پاریس کې خوشبیني لیدل کیږي


د تېر کال د دیسمبر د میاشتې په نهه ویشتمه د فرانسې د دولتي ټلویزیون د درېیم چینل دوه خبریالان ستیفان ته پونیراو هیروي ګیسکو یراو د دوي درې افغان ملګري په افغانستان کې برمته ونیول شول.

اوس چې په دې پېښه پوره یو کال تیریږي، د دغو خبریالانو د برخه لیک په اړه په پاریس کې له احتیاطه ډکه خوشبیني لیدل کیږي.

د فرانسې حکومت تیره اونۍ وویل، چې یو ویډیو فلم یي ترلاسه کړی چې په هغه کې دغه دوه خبریالان ښکاري چې روغ دي خو د بند شرایطو کمزوری کړي دي.

د فرانسې د تلویزیون د درېیم چینل مشر پول ناهون وایي، دغه ویډیو فلم چې خلکو ته وښودل شو ښکاري چې په تیر نومبر میاشت کې اخیستل شوی دی.

د خبریالانو د ملاتړ د نړېوالې کمېټې لوی مشاور جان پول لیکي، چې د فرانسې د تلویزیون مشر ریمي فلیملن محتاطانه خوشبیني څرګنده کړه او ټینګار یي وکړ چې دغه ویډیو فلم څرګندوي چې د فرانسې دولت خپلو مهمو زیارونو او هلو ځلو ته دوام ورکوي.

دغه راز بهرنیو چارو وزیرې میشیل الوه ماري هم ټینګار وکړ، چې افغان دولت په دې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

هغې هیله څرګنده کړه، چې د نورو زیارونو تر څنګ د افغان دولت خبرې اترې د دغو خبریالانو په ژر خوشې کېدو تمامې شي.

په داسې حال کې چې د خبري رسنیو د ازادۍ سازمانونو د دغو خبریالانو د ژوند او روغتیا د خبر په تر لاسه کولو خوښي څرګنده کړه خو ځینو د دغې ویډیو خپرول چې له ګواښه ډګ پیغام رسوي وغندل.

دوي انتقاد وکړ، چې د خبریالانو د خوشې کولو لپاره خبرو کې سستې شوي ده، په داسې حال کې چې د سټیفان ته پونیر او هیروي ګیسکویر د خوشې کېدو لپاره پټې خبرې او هلې ځلې روانې دي په فرانسه کې له دوي سره خواخوږي او د دوي ملاتړ هم دوام لري.

د فرانسې د دولتي تلویزیون د عمده خبرې خپرونو په پای کې هره ورځ د دوي نومونه اخیستل کیږي او داسې ویل کیږي چې موږ خپل همکاران ستیفان او هیروي نه دي هیر کړي، له دغې جملې وروسته د دوي د بند د شپو ورځو شمېر بیانیږي.
XS
SM
MD
LG