د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۳

م.م افغان دولت ته د ماشومانو د حقونو د دفاع په هدف ځینې سپارښتنې کړي


م.م افغان دولت ته د ماشومانو د حقونو د دفاع په هدف ځینې سپارښتنې کړي

افغان چارواکي وایي دوی هڅه کوي، چې د ملګروملتونو د ماشومانو د حقوقو د دفاع د کنوانسیون له غوښتنو سره سم د ماشومانو د خوندي کولو لپاره ځینې مهم اقدامات وکړي.


د ماشومانو له حقوقوڅخه د دفاع نړیوال کنوانسیون په افغانستان کې د ماشومانود خوندي کولو او د هغوی له حقوقو څخه د دفاع په هدف افغان دولت ته یولړ مهمې سپارښتنې کړي دي.

په دغو سپارښتنو کې یوشپیته موارده شامل دي، چې ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه، د تاوتریخوالي مخنیوی، سخت یا شاقه کارونه نه کول، د تبعیض مخنیوی او پر ماشومانو زورزیاتي کوونکو ته سخته سزا ورکول یې مهمې سپارښتنې دي.

په سپارښتنو کې ویل شوي، چې د دغو مسایلو له په پام کې نیولو او عملي کولو سره به په دې هیواد کې د ماشومانو په ژوند کې له هره پلوه بدلون او ښه والی راشي.

د عدلیې وزیر حبیب الله غالب د سې شنبې په ورځ په دې اړه په کابل کې جوړه شوې غونډې ته وویل، چې دا سپارښتنې بیلابیلو افغان حکومتي ادارو پورې مربوطې دي او دوی هڅه کوي، چې دا ټولې سپارښتنې عملي او د ماشومانو د حقوقو د دفاع نړیوال کنفوانسیون ته یې د راتلونکې کال په راپور کې وړاندې کړي:

"ټولې سپارښتنې باید ټولې حکومتي ادارې واورې او په خپلو قوانینو او طرزالعملونو کې ورته ځای ورکړي.

که چیرې اړتیا وي د عدلیې وزارت ته دې ولیږي، ترڅو د قانون په بڼه تنظیم او د قانوني مراحلو نه وروسته عملي او نافذ شي."

د ماشومانو د حقوقو د خوندي کولو لپاره دا سپارښتنې وروسته ترهغې افغان حکومت ته کیږي، چې د روان میلادي کال په سرکې افغان حکومت په تیرو اولسو کلونو کې د ماشومانو د ژوند په اړه د ماشومانو د حقوقو د دفاع نړیوال کنوانسیون ته راپور وړاندې کړ خو دا راپور نیمګړی وښودل شو او د ملګرو ملتونو د سازمان قناعت یې ترلاسه نه کړ.

په عین حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې په تیرو پنځو کلونوکې کابو دوه نیم ملیونه هغه ماشومان چې په یوه ډول په افغانستان کې له خطرسره مخامخ وو د حکومتي او غیرحکومتي ارګانونو ترپوښښ لاندې راغلي او تریوه حده یې حقوق هم اعاده شوي دي.

د دې وزارت مرستیال واصل نور مهمند څرګنده کړه، چې لاهم په دې هیواد کې ترڅلورو ملیونو زیات ماشومان له ډیرو ستونزو او ګواښونو سره مخامخ دي خو دوی هلې ځلې کوي چې د دوی په ژوند کې هم ښه والی راشي:

″موږ همدا اوس د کارګرو او د سړک د غاړې د ماشومانو پر یوې ستراتیژۍ کار کوو، چې تر بشپړېدو وروسته به یې په کابل او بیا په نورو ولایاتو کې تطبیق کړو.″

افغانستان په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د ماشومانو د حقوقو د دفاع د نړیوال کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړ خو لاهم په دې هیواد کې سلګونه زره ماشومان له ډیرو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ دي، دوی له زده کړو لري دي، سخت کارونه او ګدایي کوي، جنسي تیري پرې کیږي او حتی د افغانستان په ځينو سیمو کې لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته هم لاس رسۍ نه لري.

د عدلیې وزارت چارواکي هم دغو ستونزو ته په اشاره وایي، چې د ماشومانو په اړه په موجوده قوانینو کې هم یو لړ ستونزې شته خو د اوارولو لپاره به یې چټک اقدامات وشي او په دې اړه به د ملګروملتونو د سازمان دغه ټولې سپارښتنې په پام کې ونیول شي.
XS
SM
MD
LG