د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

ملي امنیت بیا ټینګار وکړ، پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهي


د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال عبدالقیوم کټوازی وايي، چې پاکستان په افغانستان کې په هغو مسایلو کې د لاس وهنې هڅې کوي چې د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره د سر درد جوړېدای شي.

ښاغلي کټوازي دغه خبره د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره وو ترمنځ د ځمکو او څړ ځایونو پر سر پخوانیو شخړو ته په اشارې سره وکړې.

نوموړي چې د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې د کوچیانو د چارو د کمیسیون خپلې غونډې ته ور بللی و، به دې اړه خبریالانو ته وویل:

(پاکستان تل هڅه کوي، چې په افغانستان کې ناامنۍ رامنځ ته کړي، زما د خبرو ثبوت دا دی چې پخوا هم د افغانستان په ټولو ناامنیو کې پاکستان لاس درلود، په ځانګړې توګه د ای اس ای سازمان.

له همدې کبله هره مسئله چې د افغانستان حکومت او خلکو ته د سر درد جوړولای شي، په داسې مسایلو کې پاکستان هڅه کوي چې لاس وهنه په کې وکړي.)

پخوا تر دې هم افغان چارواکو پر پاکستان تور لګولی، چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي.

په دې برخه کې د پاکستان په خاوره کې د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو د پټن ځایونو د موجودیت او له هغوي سره د ځینو پوځي او استخاباراتي کړېو د مرستې خبره ډيره کیږي. هغه څه چې پاکستانیو چارواکو تل رد کړي دي.

د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې د کوچیانو د چارو کمیسیون د ملي امنیت د مرسیتال په ګډون ځینې نور چارواکي هم د دې لپاره خپلې غونډې ته وغوښتي و، چې د کوچیانو او هزاره و ترمنځ د احتمالي شخړې د را پورته کېدو د مخنیوي پر لارو چارو وغږیږي.

د دې کمیسیون رئیس الحاج حبیب الرحمن افغان له غونډې وروسته ازادۍ راډیو ته وویل، کمیسیون ټینګار وکړ چې جمهور رئیس دې یو جګ پوړی پلاوی د ستونزې د مخنیوي لپاره وټاکي.

ښاغلي افغان د جمهور رئیس د سلاکار وحیدالله سباوون په مشرۍ د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د ستونزو د حل دایمي کمیسیون په خپل کار کې پاتې وباله خو په دې وروستیو کې ښاغلی سباوون ویلي، چې کمیسیون یې د ځمکو او څړ ځایونو پر سر په سلو کې اتیا لانجې حل کړي دي.

دغه کمیسیون وروسته له هغې جوړ شو، چې په تیرو څو کلونو کې په یو شمېر سیمو په ځانګړې توګه مرکزي هغو کې د څړځایونو او ځمکو پر سر د کوچیانو او هزاره وو ترمنځ شخړې او نښتې وشوې.

یو شمېر کتوونکي په دې باور دي چې که دولت په دې برخه کې جدي اقدامات ونه کړي سږ کال بیا هم د دغو شخړو د راپورته کېدو ویره شته.
XS
SM
MD
LG