د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

بشرحقوق: د دوو قاتلانو اعدام د عدالت د ټينګښت پيغام رسوي


په جلال اباد کې د کابل بانک پر یوه څانګه دوه تنه حمله کوونکې د دوشنبې په ورځ په کابل کې اعدام شول.

افغان دولت بالاخره هغه دوه کسان اعدام کړل، چې په جلال اباد کې د کابل بانک پر څانګې په شوې حمله کې ښکېل وو.

د پاکستان د قبایلي سیمې اوسیدونکى زرعجم، چې ویل یې د خلکو له وژلو یې خوند اخيست له خپل افغان ملګري قاري مطیع الله سره یو ځای د دوشنبې په ورځ د کابل د څرخي پله په زندان کې اعدام شول.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري ازادۍ راډیو ته وویل، چې پر دغو دوو تنو د اعدام حکم د افغان ولسمشر تر توشیح وروسته عملي شو.

د دوی درېیم ملګرى داد محمد، چې په دې پېښه کې ښکېل بلل شوى، د محکمې له حکم سره سم په شل کاله بند محکوم شوى دى.

دغو دوو تنو او ملګرو یې شا او خوا څلور میاشتې مخکې په جلال اباد ښار کې پر کابل بانک وسله واله حمله کړې وه چې 40 تنه یې وژلي او تر 70 ډېر یې ټپيان کړي وو.

د لويې څارانوالۍ د معلوماتو له مخې د دغو دواړو کسانو جسدونه به یې کورنیو ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون وايي، چې پر دغو دوو تنو د اعدام د سزا عملي کېدل په هېواد کې د عدالت د ټینګښت پیغام رسوي.

تر دې مخکې پر افغان ولسمشر حامد کرزي دا انتقادونه کېدل، چي پر مجرمانو د اعدام سزا نه پلې کوي، خو د دغو دوو تنو د اعدام د سزا توشیح کېدای شي ډېرو افغانانو په ځانګړي ډول هغو ته چې دوستان یې د دغو کسانو له خوا وژل شوي د خوښۍ وړ وي.

خو ډېر نور افغانان بیا له دولت څخه د خپل ډاډ په خاطر غواړي، چې د دغو دوو اعدام شويو کسانو تصویرونه د رسنیو له لارې خپاره شي.

په ورته وخت کې په هېواد کې ځینې کړۍ، چې د جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتونکې دي وایی، چې د افغان دولت دا اقدام باید اخري نه وي، بلکې نور هغه کسان، چې په داسې جنایتونو کې ښکیل دي مجازات کړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG