د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

د ملکي قاتلینو مړي په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل کیږي


د فرانس پرېس اژانس وايي، چې په جلال اباد کې د کابل بانک پر سیمه ایز دفتر د یوه حمله کونکي زر عجم مړی نن په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل کیږي، خو په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق له اسلام اباد څخه فرانس پرېس ته په ټیلیفوني مرکه کې دا نه ده منلې چې زر عجم پاکستانی وو،ښاغلي صادق فرانس پرېس ته ویلي:

(موږ په دې نه یو خبر، چې دا سړی به پاکستانی وو، موږ د هغه هویت د پیژندلو موقع نه درلوده او نه هم د هغه خپلوانو په دې ارتباط خبره کړې ده .)

د افغانستان حکومت دا دوه تنه وسله وال چې د کابل بانک په یوه سیمه ایز دفتر یې په حمله کې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژلي وو د دوشنبې په ورځ اعدام کړل .

فرانس پرېس اژانس د افغانستان د استخباراتو د ادارې د یوې اعلامیې په حواله لیکلي چې په خپله ولسمشر حامد کرزي پر دې دواړو د اعدام د حکم د عملي کېدو امر کړی وو .

د جلال اباد ښار په زړه کې د کابل بانک پر دفتر هغه مهال حمله وشوه، چې په سیمه کې د امنیتي قواوو کارکونکي د معاشونو د اخیستلو لپاره بانک ته ورغلي وو .

د حمله کونکي زر عجم د هویت په اړه د افغانستان د استخباراتو د ادارې ویاند فرانس پرېس ته ویلي، چې دوي سل په سلو کې ډاډه دي چې دا سړی پاکستانی وو او د هغه پيژند پاڼه یې په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارلې او د هغوي له لورې هم تایید شوې ده .

د دوهم اعدام شوي مطیع الله مړی د دوشنبې په ورځ د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی .

افغان چارواکو له پاکستاني پوځه په کونړ کې د ‌ډزو شکایت کړی دی

له بله پلوه، رپوټونه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان له سفیر سره خبرې کړي دي او د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې پر کلیو او بانډو د پاکستان د پوځ د ډزو شکایت کړی دی .

د رویټر خبري اژانس د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې په حواله لیکي، چې د بهرنیو چارو وزیر خپله اندیښنه پاکستاني لوري ته وړاندې کړه او له مقابل لوري یې غوښتنه کړې چې د دې مسلې مخنیوی وکړي.

په اعلامیه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو وايي، چې په سرکاڼو کې د دې ډزو په نتیجه کې تلفات هم رامنځ ته شوي دي .
XS
SM
MD
LG