د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

"له امریکا سفارت سره مو د ۲۶۸ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ"


د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاوید لودین
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاوید لودین
د عدلي او قضایي سیستم او د قانون حاکمیت د پیاوړتیا او له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د مرستې په هدف د امریکا د سفارت چارواکو له بهرنیو چارو وزارت سره د ۲۶۸ میلیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاوید لودین چې د یکشنبې په ورځ یي د دغه تړون د لاسلیک کولو په مهال خبریالانو ته خبرې کولې، دا تړون د افغانستان لپاره ګټور وباله:


(دغه تړون د امریکا د متحده ایالتو له خوا له افغانستان یوه مرسته ده، چې په داسې مهم او حساس وخت کې د افغانستان او د افغانستان د خلکو لپاره ډیر اهمیت لري.

د دې تړون موخه د جزا له حقوقو او له مخدره توکو سره د مبارزې له خپرونو نه ملاتړ دی.

لکه څنګه مو چې وویل، دغه تړون له دوه زره شپږم کاله راپه دیخوا دوام لري او دا دې نن مو یو ځل بیا تمدید کړ).


د جاوید لودین په وینا دغه تړون د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ کال کې لاسلیک شوی وو، چې نن یو ځل بیا د دواړو خواوو تر منځ وغځیده.

همدا راز د امریکا د سفارت چارواکو ویل، چې افغانستان په نړۍ کې د مخدره توکو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی.

د امریکا د سفارت استازی هانس کلیم وايي، په افغانستان کې د مخدره توکو د قاچاق ډيریدل د دې لامل ګرځي، څو موږ په افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې هڅې ډیرې کړو.

هانس کلیم وایي، نړېواله ټولنه هڅه کوي، څو په افغانستان کې د مخدره توکو د له منځه وړلو لپاره ځانګړې د حل لارې پیدا کړي:

(موږ یو ځل بیا ژمنه کوو او خپلو همکاریو ته دوام ورکوو، زموږ یو شمېر همکاران به د بهرنیو چارو له وزرات سره مرسته وکړي، څو یو شمېر خپرونو ته پراختیا ورکړي او د همدې خپرونو د لګښتونو لاره روښانه کړي او همدا راز د دې خپرونو د عملي کولو لارې پیدا کړي.

موږ باید بزګرانو ته موقع برابره کړو، څو هغوي خشخاش ونه کري او ځینې نور شیان لکه غنم او نوره ترکاري وکري).

دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کیږي، چې د افغانستان په عدلي او قضايي سیستم له دې امله چې د تورنو کسانو دوسیو ته پر وخت او لازمه رسیدګي نه کوي انتقادونه کیږي.

ویل کیږي، چې دا مهال د افغانستان په څارنوالۍ او محاکمو کې سلګونه داسې دوسیې شته چې له کلونو راهیسې پرې کار نه دی شوی.

جمیله ظریف،کابل
XS
SM
MD
LG