د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

"ایران خپل د خصوصي پوهنتونونو له لارې سیاسي اهداف تعقیبوي"


یو شمېر محصلین او چارواکي په دې باور دي چې ایران په افغانستان کې د خپلو خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو په برخه کې د مرستو له لارې هم هڅه کوي چې تر ډیره خپل سیاسي اهداف تعقیب کړي.

په دې پوهنتونونو انتقاد کیږي، چې له یوې مشخصي سیمې او یا هم طبقې نه د خپلې خوښې کسان جذبوي.

له همدې امله یو شمېر محصلين له داخلې اخیستلو وروسته د دغو پوهنتونونو بیرته پریښودو ته اړ کیږي.

یوه محصل چې تازه یي په کابل کې د ایران ازاد اسلامي پوهنتون پریښی و، د نوم د نه څرګندیدو په شرط ازادۍ راډیو ته په دغه پوهنتونو کې د ستونزو په اړه وویل:

(د تدریس طریقه یې طبعاً ستونزه لري، هغه دا چې د افغانستان دري د ایران له فارسي سره ډیر توپیر لري، ډير افغاني اصطلاحات شته چې د هغوي په نصاب کې نشته، هغوي ډير سوچه ایراني اصطلاحات استمعالوي چې کله ناکله افغان محصلین پرې نه پوهیږي.

دلته یوه بله مسئله هم شته، دوي ځینو کسانو ته برتري ورکوي، دوي له اویا فیصدو ډیر محصلین ښايي داسې کسان وي چې د هغوي د رژیم ملاتړي دي، یا یې له فرهنګ سره بلد دي او یا هم ورسره لیوالتیا لري.)

دغه محصل چې یوازې یوه اونۍ یې د اداري او منجمنټ په پوهنځی کې درس ویلي و، وویل، د دغه په شان یو شمېر نورو کسانو هم دغه پوهنتون پریښی دی.

د ایران ازاد اسلامي پوهنتون د تیر یوه کال راهیسې په کابل کې خپله څانګه پرانیستې ده، چې د کارته چهار په سیمه کې د خاتم النبیین مدرسې ترڅنګ موقعیت لري.

غوښتل مو چې د دې پوهنتون له چارواکو سره هم د محصلینو د ستونزو په اړه خبرې وکړو خو هغوي له څه ویلو ډډه وکړه.

یوه افغان چې په دې پوهنتون کې دنده لري د نوم د نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، دا پوهنتون اوس مهال شاوخوا درې سوه محصلین لري چې زیاتره یې دولتي جګپوړي چارواکي دي.

د نوموړي په وینا په کابل کې د ایران په ازاد اسلامي پوهنتون کې د حقوقو او اجتماعي علومو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ماسټرۍ او یوازې په ساختماني انجنیرۍ کې د لیسانس دوره روانه ده.

هغه وویل، په دې کې د ولسي جرګې څه باندې لس غړي، څو تنه والیان، د وزارتونو مرستیالان او ان د جمهور رئیس د یوه سلاکار په ګډون دولتي چارواکي هم درس وايي.

بل خوا د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت چارواکي وايي، چې دا مهال د پیام نور او خوارزمي په نوم دوه نور پوهنتونونه هم په کابل کې فعال دي.

د دې وزارت ویاند عظیم نوربخش له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د نورو پوهنتونو په شان د ایراني پوهنتونونو ارزونه هم شوې او یو لړ سپارښتنې ورته شوي دي:

(موږ په تیرو څو کلونو کې له دوي نه راپور درلود، زموږ هیئتونه ورغلي و. هغه موارد چې مثبت و، په هغو یي ټینګار کړی و، چې لا ډیرې هڅې وشي، تر څو نور هم ښه شي، خو هغه موارد چې په منفي شکل موجود دي، موږ پرې فشار راوړی دی، چې باید رفع شي او د تدریس له پلوه باید محصلینو ته امکانات برابر شي.)

د لوړو زده کړو د وزارت یوه بل چارواکي بیا له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخه کې د ایران د تحصیلي بورسونو د مرستې پر تګ لارې انتقاد وکړ او ویې له همدې امله د لوړو زده کړو وزارت څو ورځې مخکې د دې هېواد د بورسونو د مرستې وړاندیز رد کړ.

دغه چارواکي د نوم د نه څرکندیدو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، د نورو هېوادونو پر خلاف ایران په دې شرط د تحصیلي بورسونو مرسته کوي چې په خپله خوښه به د یوه قوم، مذهب او یا هم سیمې کسان انتخابوي.

د راپورونو له مخې له افغانستان سره په بېلابېلو فرهنګي برخو کې دا مهال د ایران مرستې روانې دي، چې یو شمېر کتوونکو دغو مرستو ته د شک په سترګه ګوري.
XS
SM
MD
LG