د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

حقاني شبکه، د پاکستان او امريکا ترمنځ د لانجې سرچينه


د امريکا او پاکستان لوى درستيزان: له ښي لوري، اشفاق کياني او مايک مولين
د امريکا او پاکستان لوى درستيزان: له ښي لوري، اشفاق کياني او مايک مولين
وروسته له هغې چې په كابل كې د وسله والو طالبانو لخوا د نورو افغان حكومتي ادارو تر څنګ د امريكا د متحده ايالاتو پر سفارت نږدې ۲۰ ساعته بريدونه تر سره شول، ورسره يو ځاى د نور كله په څېرد دغه بريدونو پړه هم نېغه پر نېغه پر حقاني شبكه واچول شوه، خو يوه زړه خبره چې په پوره جديت سره مختلفو لوړ پوړو چارواكو راپورته كړه دا ده چې د دغې شبكې غړي په پاكستان كې ازاد فعاليت كوي او د پاكستان استخباراتي ادراه اى اېس اى ورسره لاس وړي.

د دغو نيوكو كچه هغه وخت په خبري رسنيو كې لا پسې زياته شوه، چې د يادې شبكې يوې ډلې سر تېرو بريدګرو د كابل په زړه كې پر مهمو حكومتي او ډيپلوماټيكو ادارو خپل غلچكى بريد تر شلو ساعتونو پورې وغځاوه.

خو بلخوا بيا د مختلفو بهرنيو او كورنيو ډپلوماټيكو اداروله لوري د دغو تازه څرګندونو په مقابل كې سملاسي څو ورځې وروسته حقاني شبكې خپل غبرګون وښود او دا خبره يې چورلټه رد كړه چې ګويا دوى له اى اېس اى سره اړيكې لري او خپل فعاليتونه په پاكستان كې تنظيموي.

دغه څرګندونې د حقاني شبكې اوسني مشر سراج الدين حقاني له اوږده ځنډه وروسته له رويټرز خبري اژانس سره په يوه مركه كې كړېدي او نوموړي دا هم ويلي چې د افغان حكومت د لوړ پوړو امنيتي چارواكو پر مټ اوس افغانستان دوى ته يوه خوندي سيمه ګرځېدلې.

د دې وروستيو ګرمو څرګندونو د خپرېدو سره هم مهاله د حقاني كورنۍ د پلرني ټاټوبي پكتيا اوسېدونكي بيا مختلف نظرونه لري.

ځينې يې په دې نظر دي چې رښتيا هم د حقاني شبكې مركزونه له پولې ها خوا په شمالي وزيرستان كې دي او د افغانستان په مهمو ښارونو كې كېدونكي بريدونه هم د پاكستان له خاورې رهبري كوي.
د پكتيا ولايت دوه تنه اوسېدونكي چې پر ډيورنډ پوله هاخوا شمالي وزيرستان ته تګ – راتګ لري، وايي: د حقاني ډلې كسان د شمالي وزيرستان په كليو او بازارګوټيو كې ښكاره او ډاډه ګرځي او د دغې ډلې زياته اندازه بشري ځواك په قبايلو او افغانستان كې تيت او پرك دى، خو زياتوي چې مركزيت يې د شمالي وزيرستان په مركز ميرانشاه كې دى.

بلخوا بيا د همايون په نوم د پكتيا يو بل اوسېدونكى د افغانستان اوسني كم رنګي امنيت حالت ته په كتو سره وايي، شونې ده چې د حقاني ډلې خپل مركزونه د افغانستان ګوټ - ګوټ او په ځانګړي ډول د لويې پكتيا غرنيو او ځنګلي سيمو ته رالېږدولي وي.

نوموړى وايي:

(( د لويې پكتيا په كچه لا هم داسې غرنۍ او ځنګل پوښې سيمې شته چې له كليوالي سيمو څخه په لسګونو كيلومټره ليرې پرتې دي او حتى د بهرنيو ځواكونو هوايي تګ – راتګ هم پرې په نشت حساب دى، نو امكان لري چې دغې شبكې خپل مركزونه دې غرونو ته را انتقال كړي وي.))

بلخوا د سيمې د حالاتو څارونكى ګل رحمن پكتين بيا په دې نظر دى چې حقاني شبكه يوه افغانستان شموله ډله ده او د افغانستان په هره سيمه كې يې فعاليت محسوسېږي، خو زياتوي چې د سيمه اييز او انتيكي نږدېوالي له پلوه دا خبره يو څه سمه ده چې ياده شبكه نسبت نورو سيمو ته په وزيرستان او د لويې پكتيا په څنډو كې ډېر تګ – راتګ لري.

د حقاني شبكې د مركزيت او له دغې شبكې سره د پاكستاني استخباراتو د اړيكو په اړه بحثونه په دې وروستيو كې دومره تاوده شوي، چې د امريكا د وسله والو ځواكونو لوى درستيزامير البحر مايك مولن يې هم دې ته اړاېست چې پاكستان ته اوبه ورخړې كړي او ووايي چې دغه شبكه د پاكستاني استخباراتو د ادارې يوه څانګه ده.

خو بلخوا بيا پاكستاني لوړ پوړيو د امريكايي چارواكو دغه وروستۍ خبرې د تېر په څېر يو ځل بيا په كلكه رد كړې.

راپور – لمر نيازى
XS
SM
MD
LG