د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

ولې امریکا د پاکستان په اړه کومه پرېکړه نه شي کولای؟


کارپوهان وايي، چې پر پاکستان د امریکا نیوکې به د افغانستان رنځ دوا نه کړي.
کارپوهان وايي، چې پر پاکستان د امریکا نیوکې به د افغانستان رنځ دوا نه کړي.

په دې وروستیو څو ورځو کې امریکايي چارواکو پر پاکستان په ځانګړې توګه د استخباراتو په ادارې یې په بې ساري توندې لهجې انتقادونه وکړل، چې د حقاني شبکې ملاتړ کوي.

په داسې حال کې چې د ډیورنډ له کرښې اخوا د حقاني شبکې د فعالیت په اړه د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ لفظي شخړې دوام لري، افغان کارپوهان او عام خلک له دې حالته بیلابیل برداشتونه لري.

ځینې کارپوهان په دې باور دي، چې د امریکايي چارواکو وروستي انتقادونه او فشارونه به هم ونشي کولای، چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان په سیاست کې کوم بدلون راولي.

د سیاسي چارو یو تن کارپوه عمر شریفي وايي، دغو انتقادونو ثابته کړه. چې پر پاکستان د امریکا او د افغان دولت د تیرو شاوخوا دوو کلونو فشارونو هم کومه نتیجه نه ده ورکړې.

ښاغلی شریفي ازادي راډیو ته وویل، پاکستان اوس هم ډاډمن چې امریکا انتخابات په مخ کې لري او له اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی او په وړاندې یې د کومې لویې پریکړې زړه نشي کولای:

پاکستان د امریکا په اړه څه فکر کوي؟

″پاکستانیان فکر کوي چې په امریکا کې انتخابات نږدي دي، او اقتصادي بحران پکې روان دی او تر څو پورې چې د انتخاباتو موضوع پای ته نه وي رسیدلي، امریکايي چارواکي د پاکستان په اړه کومه قاطع پریکړه نه شي کولای، یعنې په دې معنی چې موږ څو میاشتې یا لږ تر لږه یو کال په دې پروسې کې نور هم په یو نه یو ډول تیرولای شو.″

خو ښاغلي شریفي وویل، چې پاکستان د اوږه وخت لپاره هم نه شي کولای، چې له ترهګرۍ سره په اوسنۍ بڼې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

زه داسې فکر کوم چې امریکایان د افغانستان او عراق تجربه لري او امکان نه لري چې هلته خپل دې خپل پلي ځواکونه ولیږي، خو امریکایان کولای شي په وزیرستانونو، کویټې او یا په نورو ځایونو کې هغه اهداف په نښه کړي.

داود

د سیاسي چارو یو بل کارپوه سید داود بیا په دې باور دی، چې د امریکايي چارواکو له وروستیو فشارونو نه څرګندیږي، چې د پاکستان په وړاندې یې نور زغم پای ته رسیدلی او پاکستان هم اړ دی، چې خپله تګلاره بدله کړي.

ښاغلي داود ازادي راډیو ته وویل، پاکستان به یا د حقاني شبکې پر ضد جدي اقدامات کوي او یا به د خپلو ګټو لپاره تر هغه وخته پورې دغه شبکه ارامه ساتي تر څو چې بهرني عسکر له سیمې وځي او لاسوهنې ته یې بیا لاره برابریږي.

نوموړي وویل، که نه نو امکان لري، چې امریکا د پاکستان په قبایلي سیمو او کویټه کې خپل عملیات زیات کړي:

″زه داسې فکر کوم چې امریکایان د افغانستان او عراق تجربه لري او امکان نه لري چې هلته خپل دې خپل پلي ځواکونه ولیږي، خو امریکایان کولای شي په وزیرستانونو، کویټې او یا په نورو ځایونو کې هغه اهداف په نښه کړي چې په افغانستان کې د ناټو او ایساف ځواکونو پر ضد ترینه کار اخیستل کیږي. خو پرته له شکه چې نور د امریکایانو زغم پای ته رسیدلی دی.″

د پاکستان د سیاست په اړه بېلابېل نظرونه:

بل خوا د افغانستان په خلکو کې هم د پاکستان په وړاندې د امریکا د سیاست په اړه بیلابیل نظرونه موجود دي.

ځینې په دې باور دي، چې امریکا له سره له پاکستان سره د جدي چلند اراده نه لري، که نه نو مخنیوی یې کولای شي.

وروسته له هغې چې په میدان وردګو ولایت کې د امریکا يي ځواکونو په یوې پوځي اډې او په کابل کې د دې هیواد په سفارت حملې وشوې، امریکایي چارواکو د دې حملو پړه پر حقاني شبکې واچوله او له پاکستان نه وغوښتل چې پر ضد جدي عملیات وکړي.

په تیرو څو ورځو کې د امریکا د دفاع وزیر، لوی درسیزي او د بهرنیو چارو وزیرې په پرله پسې توګه د پاکستان استخباراتي اداره ای. اېس. ای د حقاني شبکې په ملاتړ تورنه کړه.

افغان چارواکي د دغو څرګندونو هرکلی کوي او وايي، دا هغه څه دي، چې د ډیرو کلونو راهیسې دوی ویل. خو پاکستاني چارواکي بیا دغه تورونه په کلکه ردوي.
XS
SM
MD
LG