د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

"د سولې په اړه د کرزي د څرګندونو ملاتړ کوو"


؛د پاکستان په اړه د کرزي د اعلان هرکلۍ کوو؛
؛د پاکستان په اړه د کرزي د اعلان هرکلۍ کوو؛
د ولسمشر حامد کرزي نوی اعلان ته چې ویلي یې دي، په هېواد کې د سولې لپاره به له پاکستان سره خبرې پیل کړي، د سولې لپاره د دولت په پالیسۍ کې د یوه ستر بدلون په توګه کتل کیږي، چې مشرانو جرګې ترې خپل ملاتړ اعلان کړ.

سناتورانو ټینګار وکړ، چې د ترهګرو ځالي او سرچینې په پاکستان کې دي، نو د سولې لپاره د دغه هېواد سره خبرې پیلول د جرړې هواري کېدای شي.

تر اوږدو بحثونو وروسته مشرانو جرګې پریکړه وکړه، چې په هېواد کې دننه د ملي توافق له ترلاسه کېدو وروسته دې دولت له پاکستان سره خبرې پيل کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار دغه پریکړه داسې اعلان کړه:

(تر اوسه پورې له بده مرغه د افغانستان دولت د پاکستان د لاس وهنو مبهمو ټکو ته په څرګنده ګوته نه ده نیولې، موږ هیله من چې د افغانستان دولت لکه څرنګه چې له نښو نښانو او د عالمانو له شورا سره د ولسمشر له وینا څرګندیږي، په ډیره زړورتیا ، ډیر ژر او په روښانه توګه له پاکستان سره مذاکرات پیل کړي.

البته وروسته له هغې چې په ملي کچه د دولت، اپوزیسیون او د اغیزمنو نهادونو توافق ترلاسه کړي.)



د تیرې جمعې په ورځ جمهور رئیس حامد کرزي د عالمانو شورا ته په وینا کې وویل، په داسې حال کې چې د وسلوالو مخالفینو ټول پټ مرکزونه په پاکستان کې دي، یوازینۍ د حل لاره له دغه هېواد سره خبرې اترې دي.

تر دې مخکې یو شمېرجهادي مشرانو په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې په دې ټینګار کړی و، چې په وینا یې طالبان د خپل واک نه دي او باید له پاکستان سره خبرې وشي.

مشرانو جرګې همدا راز په نړېوالې ټولنې غږ وکړ، چې پر پاکستان دې اقتصادي او سیاسي فشارونه لا ډیر کړي تر څو له ترهګرۍ څخه د ملاتړ نه لاس واخلي.

ځینې سناتوران په دې باور و چې له پاکستان سره د مذاکراتو له پیل سره باید د مخالفینو په وړاندې د خبرو دروازه ونه تړل شي.

یوې سناتورې نجیبې حسیني په دې اړه وویل:

(د افغانستان دولت سربیره پر دې چې د پاکستان له دولت سره په دې اړه مذاکرات کوي، باید له مخالفینو سره د مذاکراتو دروازه ونه تړي، ځکه چې یوازې طالبان نه دي، بلکې حزب اسلامي او نورې ډلې هم شته چې د افغانستان له دولت سره په مخالفت کې دي، کېدای شي چې د هغوي په وړاندې دروازه پرانیستې وي تر څو د افغانستان له دولت سره مذاکره او مفاهمه وکړای شي. )

که څه هم پاکستان تر اوسه پورې د افغان دولت د اعلان په اړه چې له پاکستان سره مذاکرات کول غواړي، څه نه دي ویلي، خو پخوا تردې یې د امریکايي چارواکو خبرې رد کړي، چې ویلي یې دي، پاکستان له حقانې شبکې نه ملاتړ کوي.

تر دې پخوا هم د افغانستان دولت په هېواد کې د سولې لپاره له پاکستان سره د مذاکراتو بیلابیلې مرحلې تیرې کړي، چې کومه نتیجه یې نه درلودله.

خو دا چې نوې مذاکرات به له کومو غوښتنو او څه بڼې سره وي، څرنګوالی یې ښايي جمهور رئیس حامد کرزی په خپلې وینا کې وکړي، چې د چارواکو په وینا په نږدې راتلونکې کې به یې ملت ته ولري.
XS
SM
MD
LG