د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف خپل اعتصاب پای ته رسوي


له قانون نه د ملاتړ ایتلاف غړي وایي، چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي په ټینګار دې ته چمتو شول، چې د دې جرګې د عمومي غونډو د تحریم په اړه خپل اعتصاب پای ته ورسوي او بېرته د جرګې عمومي غونډو ته ستانه شي.

له قانون نه د ملاتړ ایتلاف او د افغانستان د ولایتي شوراګانو رییسانو د چهار شنبې په ورځ یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، دغه اعلامیه کې راغلي، چې له قانون نه د ملاتړ ایتلاف غړي به د شنبې له ورځې بیرته ولسي جرګې ته ولاړ شي.

دغه اعلامیه کې همدا راز راغلي، چې دوی به تر پایه له ولسي جرګې نه د نهو تنو ویستل شویو وکیلانو له حقونو ملاتړ کوي، دغه اعلامیه د ولایتي شورا رییس عبدالولي وکیل ولوسته.

″لومړی له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف او د ولایتي شوراګانو رییسان به د قانون د حاکمیت او د حکومت د کارونو څخه د څارنې پر بنسټ د قانون څخه د ملاتړ له دریځ څخه په ګډه دفاع کوي.

دوهم له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف او د ولایتي شورا ګانو په ګډه غونډه کې چې په یاد شوي تاریخ تر سره شوه پریکړه وشوه؛ چې ایتلاف په خپلو پخوانیو دریځونو او د هر ډول قانون ماتیدنې د مبارزې لپاره د شنبې ورځ په غونډه کې چې د دیارلس سوه نویم کال د تلې میاشتې له شپاړلسمې نیټې سره سمون خوري د ولایتي شورا ګانو له رییسانو سره په ګډه د ولسي جرګې په غونډه کې ګډون کوي.

دریم له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف او د ولایتي شوراګانو په ګډه ژمنه وکړه، چې د هېواد د هرات د خلکو د منتخبې وکیلې سیمین بارکزی چې همدا مهال یې د نه خوراک اعتصاب کړی له نوموړې سره به له هیڅ ډول مرستې دریغ ونه کړي.

څلورم له قانون څخه د ملاتړ او د ولایتي شوراګانو رییسانو د خپل اسلامي، ملي رسالت په پام کې نیولو سره پریکړه وکړه. پنځم له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف مکلف دی، چې هغه نهه وکیلان چې په غیر قانوني توګه له لسته ویستل شوي رښتینې مبارزه وکړي.″

له قانون نه د ملاتړ ایتلاف غړي وروسته له هغې له ولسي جرګې راووتل او د نه کارکولو په اعتصاب یې لاس پورې کړ، چې د انتخاباتو د کمیسون له خوا له د ولسي جرګې نهه وکیلان لیرې او پر ځای یې نهه نور ولسي جرګې ته وروپیژندل شول.

خو دغه اعتصاب په داسې حال کې پای ته ورسید چې له ولسي جرګې نه ویستل شوې وکیله او له قانون نه د ملاتړ ایتلاف غړې سیمین بارکزی لا هم د نه خوړلو په اعتصاب کې ده.

له قانون نه د ملاتړ ایتلاف مشر حاجي عبداظاهر قدیر له سمین بارکزی نه خپل ملاتړ اعلان کړ او له ټولو هغو ادارو څخه یې چې د ښځو د حقونو د لاس ته راوړلو په برخه کار کوي وغوښتل چې سیمین بارکزی ته پاملرنه وکړي.

″یو خواهش موږ له رسنیو لرو، چې هغه خور چې په خیمې کې پرته ده، هغې ته هم توجه وکړې د هغې خبرو ته هم انعکاس ورکړی چې ارشد ضرورت لري.″

میرمن بارکزی له څلورو ورځو راهیسې په یوه وړه خیمه کې له خپلو درې ماشومانو سره د نه خوړلو اعتصاب کړی او یواځې اوبه او شیدې څښي، هغه چې له ظاهري بڼې جوړه نه ښکاریده، ویل یې تر څو چې خپل حق لاس ته رانه وړي هیڅ شی به هم ونه خوري.

له قانون نه د ملاتړ ایتلاف اعتصاب پداسې حال کې پای ته ورسید چې ددی ایتلاف یو شمیرغړي چې له ولسي جرګې ویستل شوي وو نه یې غوښتل چې دا اعتصاب مات شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG