د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

دکونړ والي: د پاکستاني طالبانو مشر مولوي فضل الله په کونړ کې نشته


ښاغلي وحیدي په کونړ کې د پاکستاني طالب مشر شتون په اړه د پاکستاني چارواکو ادعا بې اساسه وبلله.
ښاغلي وحیدي په کونړ کې د پاکستاني طالب مشر شتون په اړه د پاکستاني چارواکو ادعا بې اساسه وبلله.
له تيرې څه مودې څخه دپاکستان دولتي چارواکو څو ځلي ادعا وکړه، چې په صوات کې د پاکستانيو وسله والو طالبانو مشر مولوي فضل الله او ملګري يې د کونړ په ولايت کې ميشت دي او دلته نظامي مرکزونه لري، پاکستاني چارواکي وايي، د پاکستان مخالف وسله وال په کونر کې روزل کېږي او بيا د حملو لپاره، د باجوړ، مومندو، دير او د چترال سيمو ته ځي څو افغان دولت هميشه دغه ډول دعواوې رد کړي دي.

تيره ورځ د پاکستان د پوځ وياند اطهر عباس يو ځل بيا رسنيو سره په خبرو کې خپله پخوانۍ ادعا تکرار کړه او ويې ويل، چې دپاکستانيو طالبانو يو مشر مولوي فضل الله او ملګري يې په کونړ کې ميشت دي، له نړيوالو ځواکونو او افغان دولت يې وغوښتل، چې بايد د دغو جنګياليو مخه ونيسي.

خو د چهار شنبي پر ورځ دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي، په خبري غونډه کې د پاکستانيو چارواکو له خوا ټول لګول شوي تورونه بې اساسه وګڼل:

سرحدونه تر کلک څار لاندې دي:

″دغه څرګندونې ډيرې بې ځايه او بې اساسه دي، ځکه چې موږ په سرحدونو کې قوي پوستي لرو د سرحدي پوليسو او موږ د ملي امنيت څخه پوره معلومات ترلاسه کوو او په عينې وخت کې دغه سرحدونو د نړيوالو ځواکونو ترکلک څار لاندې دي، نو بلکل مولوي فضل الله د کونړ په علاقه کې نشته او که دوی سره کوم معلومات موجود وي لطفا دي دغه معلومات موږ سره شريک کړي.

هغه درې ګونې کميټه د سرحدونو لپاره کار کوي، هغوی ته دې دغه معلومات ورکړي چې د هغې له مخې موږه يې په اړه قدم پورته کړی او انشاالله موږ د دې توان لرو، چې په خپله خاوره کې داسې څوک پرينږدو، چې د دوی پر ضد وي.″

د اسامه له مرګه وروسته دا خبره پر دوی ثابته شوه، اوس واقعاً دوی دا کوښښ کوي، چې داخبره پر موږ واړوي، خو اوس خلکو ته دا څرګنده شوې، چې اصلي مرکزونه چېرته دي او خلک هره ورځ په کومو ځايونو کې چاپسي ګرځي.

وحیدي

هغه وويل، افغان دولت او نړيوالې ټولنې پخوا هم شکايت کړی او اوس يې هم کوي، چې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې وسله وال مخالفين او د القاعده مشران د پاکستان په خاوره کې اوسيږي او په هم هغه ځاي کې روزل کېږي، چې پر افغان او نړيوالو ځواکونو د حملو لپاره افغانستان ته راځي، خو هيچا دغه خبرې نه اوريدلې.

وحيدي وويل، کله چې د القاعده مشر اسامه بن لادن د پاکستان مرکز اسلام اباد سره په څو کېلومترۍ کې ووژل شو، نو له هغي وروسته پاکستانيو چارواکو هڅه پيل کړه، چې څو افغانستان نړيوالو ته د تروريزم د جالي پر نوم ورو پيژني:

″د اسامه له مرګه وروسته دا خبره پر دوی ثابته شوه، اوس واقعاً دوی دا کوښښ کوي، چې داخبره پر موږ واړوي، خو اوس خلکو ته دا څرګنده شوې، چې اصلي مرکزونه چېرته دي او خلک هره ورځ په کومو ځايونو کې چاپسي ګرځي او په کومو ځايونو کې بمبارياني کوي، چېرته جنګونه دي، دوی هم پردې پوهيږي او موږ هم،يا وزيرستان دي يابا جوړ دى او ياهم هغه نقطي دي چې د دوی لاس هم ورته نه رسيږي.″

له دې وړاندې هم پاکستان پر افغانستان تور پورې کړى و، چې د پاکستانيو وسله والو طالبانو مشر مولوي فضل الله دکونړ او نورستان په ولايتونو کې ميشت دي او له يادو ولايتونو څخه يې د پاکستان پر خلاف د پيل شوي جګړي مرکز جوړ کړى دى، خو هر وخت افغان چارواکو دغه ادعاوې رد کړي دي.

راپور: روح الله انوري - کونړ
XS
SM
MD
LG