د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

سنجر: د نړېوالو ځواکونو له وتلو مخکې د افغانستان په چارو کې د مداخلو مخه ونیول شي


د جمهوريت غوښتوونکو د ګوند رییس صبغت الله سنجر
د جمهوريت غوښتوونکو د ګوند رییس صبغت الله سنجر
په کابل کې د یوه سیاسي ګوند له خوا په جوړې شوې غونډې کې د افغانستان د روانو ستونزو ریښې په ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې وبلل شوې.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې دغه غونډه د جمهوريت غوښتوونکو د ګوند له خوا جوړه شوې وه، چې په هغې کې یې د هیواد په مهمو مسایلو خپل دریځ څرګند کړ.

د دې ګوند رییس صبغت الله سنجر په خپلې وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ویستلو نه مخکې دې د افغانستان په چارو کې د پاکستان او ایران د لاسوهنو مخنیوی وکړي:

″بهرني ځواکونه باید د افغانستان له پرېښودلو مخکې د سیمې هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران ته قناعت ورکړي، چې د افغانستان په چارو کې خپلې مداخلې بندې کړي.

طالبان اصلي بحران نه دی بلکې، یوازې یوه څانګه ده. اصلي ريښې په پاکستان او ایران کې دي. څومره چې پاکستان زموږ په چارو کې مداخله کوي، هومره ایران هم په بې شرمۍ او ځیرکۍ سره هڅه کوي چې مداخله وکړي.″

په افغانستان کې له وسله والو ملاتړ:

پاکستانيو او ایرانیو چارواکو بیا دا تورونه رد کړي، چې ګنې دوی دې په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو نه ملاتړ کوي.

ښاغلي سنجر د سولې په برخه کې هم د خپل ګوند تګلاره روښانه کړه، چې د جمهور رییس کرزي حکومت اوسنۍ تګلاره یې تاییدوله.

که چېرې وضعیت همداسې دوام وکړي او نړیوال ځواکونه تر اعلان شوې نیټې پورې ووځي، پر افغانستان د تروریزم د بیا واکمنیدو ګواښ پيښیدای شي.

ستحر

هغه وویل، وروسته له دې دې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره مخامخ له پاکستان سره خبرې وشي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان څخه دې د خپلو ځواکونو به ویستلو کې له بیړې کار نه اخلي:

″د افغانستان جمهوري غوښتونکی ګوند په دې برخه کې وړاندیز کوي، چې نړیواله ټولنه باید تر هغو پورې چې د افغانستان ځواکونه د امنیت او ثبات د ټینګولو توانايي نه وي پیدا کړي، په بیړه او پرته له دې چې منفي نتایج یې په پام کې ونیسي، د خپلو عسکرو د ویستلو پریکړه نه کوي.

که چېرې وضعیت همداسې دوام وکړي او نړیوال ځواکونه تر اعلان شوې نیټې پورې ووځي، پر افغانستان د تروریزم د بیا واکمنیدو ګواښ پيښیدای شي.″

د نړېوالو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنې:

په کابل کې یاد ګوند او ځینې نور ګوندونه اوسازمانونه په داسې حال کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه اندیښمن دي، چې امریکايي چارواکو په بیا بیا ویلي، د دوی د ځواکونو وتل به تدریجي او د افغانستان شرایطو ته په کتو سره وي.

په عین حال کې پر پاکستان د امریکا د متحده ایالاتو فشار تر بل هر وخت نه ډير شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې اسلام اباد ته په خپل وروستي سفر کې د پاکستان له چارواکو وغوښتل، چې یا دې د وسله والو مخالفینو د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات کوي او یا دې هم هغوی د خبرو میز ته حاضر کړي.
XS
SM
MD
LG