د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

پاکستاني کارپوهانو د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې وستایلې


په داسې حال کې چې د پاکستان له جیو تلويزیون سره د حامد کرزي وروستۍ مرکې په افغانستان او نړۍ کې ګڼې پوښتنې راپورته کړي، خو بل پلو د پاکستان ځینې سیاستوال او د چارو کتونکي د نوموړي دغه څرګندونې پرځای او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په لړ کې ګټورې بولي.

د پاکستان د پيپلز ګوند د یوې څانګې مشر او د دې هیواد د کورنیو چارو پخواني وزير افتاب احمد خان شيرپاو له ازادي راډیو سره په مرکه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلیو اړیکو او بدبینیو د له منځه وړلو په لړ کې د حامد کرزي څرګندونې وستايلې:

″د پاکستان ولس د کرزي صیب د دې خبرو ډير تود هرکلی کړی او هم یې په حکومتي کچه یو څه اثرات لیدل کیږي، زنا په نظر د دواړو هیوادونو خیر په دې کې دی چې له یو بل سره د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي، ښې اړيکې ولري او داسې لارې چارې ولټوي چې په هغې سره په سیمه کې تل پاتې سوله قایمه شي.″

نوموړي وویل، افغانان له تیرو څو لسیزو راهیسې پرله پسې جنګونو ډير ځپلي او اوس د دې وخت دی چې ټول افغاني ګوندونه سره یو موټي شي نه دا چې د ولسمشر کرزي دغه څرګندونې دخپلو شخصي مقاصدو او ګټو لپاره ناسمې تعبیر کړی:

″دا سمه ده چې ځینې خلک به د کرزي دا څرګندونې ناسمې تعبيروي اود خلکو په ذهنونو کې به ډول ډول شکونه رامنځته کوي خو زما په نظر ددې خبرو مخه باید ونیول شي او حقایق وړاندې کړل شي.″

د پاکستان مسلم لیګ ق ډلې مرستیال او پخوانی مشاور وزیر اجمل وزیر هم په دې باور دی چې د کرزي دغه څرګندونې به په سیمه کې د سولې او کرارۍ د رامنځته کیدو په لړ کې ګټورې ثابتې شي:

″کرزي صیب په ډير حساس وخت کې داسې خبرې کړي چې له یوه مدبر سیاستواله یې تمه کیدی شي، تیره ورځ ما له خپل صدراعظم څخه په دې باب داسې خبرې واوریدې چې ددې مرکې هرکلی یې کاوه او خوښي یې څرګنده کړه نو زما په نظر د دا هرڅه په سیمه کې د سوکالۍ او امنیت رامنځته کیدو په لړ کې یو ښه پرمختګ دی او باید چې وستايل شي.″

بل خوا خپله ددې مصاحبې مرکیال سليم ساپی بیا وايي چې کرزي د خپلو پخوانیو ټولو مرکو په نسبت په دې مرکه کې پاکستان ته په ډيره تنده لهجه سخت اخطارونه ورکړل او په زغرده یې وویل چې ټولې هغه سخت دریځې وسله والې ډلې چې د افغانستان امنيت یې له ګواښ سره مخ کړی په پاکستان کې پناه ځایونه لري:

″حامد کرزي په دې مرکه کې حامد کرزي په ډیر جرات او زور سره پر پاکستان خپلې نیوکې تکرار کړې او په زغرده یې داسې خبرې وکړې چې کیدی شي تر اوسه به یې نه وې کړې. خو ترڅنګ یې پاکستان ته دا پيغام ورکړ چې که تاسې د هند او امریکا په باب د افغانستان په دریځ کې کومې اندېښنې لرئ نو که تاسو چیرته صادقانه له موږ سره همکاري وکړئ نو افغانستان او د افغانستان دولت تر دې حده له تاسو سره دریدو ته حاضر دی.″

نوموړی وايي، کرزي په څرګندو ټکیو کې وویل چې که پر پاکستان دکوم بهرني هیواد له لوري حمله کیږي نو افغانان به خپلو پاکستانی وروڼو ته په خپله غیږ کې ځای ورکوي نه دا چې د امریکا یا هند پر وړاندې به د پاکستان د دولت وسله وال ملاتړ کوي.

په پيښور کې د وحدت ورځپاڼې مدیر رحمدل شاه وايي حامد کرزي په دې مرکه کې پاکستان ته دومره سخت اخطارونه ورکړي چې په تیرو وختونو کې هیڅکله ندي اوریدل شوي خو زیاتوي چې ولې خلک د نوموړي هغه ټکي نه یادوي او یواځې دا یوه خبره یې راټینګه کړې :

″که سپينه یې درته ووایم نو دواړو خواوو ته ځینې پښتون دښمنه خلک شته چې نه غواړي په دې خاوره کې سوله قایمه شي نو هیڅ افغان باید د هغوی په خبرو ونه غولیږي او هڅه وکړي چې له هرې لارې چې وي په دواړو خواو کې د سولې او پرمختګ لپاره کار وکړي.″

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان جیوتلويزیون سره په یوه مرکه کې وویل چې پر پاکستان د امريکا یا کوم بل هیواد د حملې په صورت کې به افغانستان د پاکستان ترڅنګ ودریږي.

که څه هم دغې خبرې په افغانستان اونړۍ کې ګڼې پوښتنې راپورته کړي او د یوشمير خلکو پرې نیوکې کړي خو سليم ساپی چې دا مرکه یې کړې او هم د جمهور رئیس ویاند بیا وايي چې خلکو د نوموړي دغه څرګندونې ناسمې تعبیر کړي ځکه چې د کرزي هدف وسله وال حمایت نه بلکې د پاکستان ولس ته په خپله خاوره کې ځای ورکول و.

راپور: مجیب الرحمان انګار - پيښور
XS
SM
MD
LG