د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

"ولسي جرګه دې د سولې په برخه کې خپل دريځ څرګند کړي"


په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازې هما سلطاني وایي، چې د ولسي جرګې اداري پلاوې باید دا وضاحت وړاندې کړي، چې ایا د دې په وړاندې د رئیسانو کمېټې وروستې اقدام له سولې سره مخالفت نه دې.؟

میرمن سلطاني د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې د رئیسانو په کمېټې انتقاد وکړ، چې د ملي شورا په چارو کې د دولت وزارت ته یو لیک استولې او ددې د قانوني تعقیب غوښتنه یی کړې.

میرمن سلطاني وویل، چې د دې د سولې له هڅو سره هغه کړۍ مخالفت کوي، چې د دې په وینا په جنګ کې یي ګټې نغښتې دي:

(د رئیسانو کمېټه په دې غوښتنې سره، چې د هماسلطاني څرګندونې غیر مسؤلانه دي ایا دا ثابتول غواړي، چې دوي د سولې د هڅو مخالف دي؟ او سوله نه غواړي.

که چېرې خبره داسې وي، نو زه غواړم، چې د رئیسانو کمېټه، چې مشري یي د جرګې د رئیس په غاړه ده باید ټول ولس ته دا وضاحت ورکړي، چې ایا دوي سوله نه غواړي او له همدې امله زما له وینا سره مخالف دي.)

میرمن سلطاني له اوږدې مودې راهیسې دا ادعا کوي، چې له ملا عمر سره یي لیدلي او د سولې په اړه یي ورته یوه طرحه وړاندې کړې، چې ده هم منلې، خو د دې په وینا حکومت په دې اړه غوږ نه ګروي.

خو افغان حکومت بیا د هما سلطاني دا ډول څرګندونې ناسمې بولي او وایي، چې دا طرحه دوي ته هم استول شوې وه، خو له دې کبله، چې ریښتینې نه وه، نو یي له پامه غورزولې.

که څه هم ولسي جرګې اداري پلاوي دا خبره سپینه نه کړه، چې د ملي شورا په چارو کې د دولت وزارت ته داسې کوم لیک استولې او که نه، خو یو ځلې بیا یي د هما سلطاني څرګندونې ناسمې وبللې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د هما سلطاني د انتقاد په ځواب کې وویل، چې ملا عمر په افغانستان کې د دې په کور کې نه بلکه په پاکستان کې دې:

(د رئیسانو کمېټې او یا عمومي مجلس د سلطاني صاحب له خبرو داسې انګیري، چې دا څرګندونې کوم اساس نه لري.

تاسو تل دا وایاست، چې د ملا عمر پته زما کور دې حال دا، چې ملاعمر په افغانستان کې نه بلکه په پاکستان کې دې. )

که د هما سلطاني انتقاد رښتیا وي، نو دا به په تیرو پنځو کلونو کې لومړې ځل وي، چې د دې جرګې اداري پلاوې د کوم وکیل د قانوني تعقیب غوښتنه کوي، له دې مخکې البته ولسي جرګې د حکومت د داسې هر ممکنه اقدام مخالفت کړې.

خو د دې برخلاف ځینې خلک بیا د دې پلوۍ دي، چې افغان حکومت باید لږ تر لږه د هما سلطاني د ادعا سپیناوې وکړي او که رښتیا وي نو باید د هغې خبرو ته غوږ ونیسي.
XS
SM
MD
LG