د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

خلیلزاد: په پاکستان کې د ناټو حملې د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې لا خرابې کړې


د امریکا ولسمشر باراک اوباما د خپلو بهرنیو چارو د وزارت دا مشوره چې له پاکستان څخه دې بخښنه، وغواړي رد کړې ده .

خو د زلمي خلیلزاد په وینا متحده ایالاتو تر دې دمه له پاکستان سره په روابطو کې د کړکیچ د کمولو لپاره پر تکتیکي ځوابونو تمرکز کړی دی.

نوموړی وايي تر څو چې پاکستان له وسلو والو ډلو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي د وروستۍ سرحدي ستونزې په شان پیښې به په راتلونکې کې هم رامنځته کیږي.

په کابل کې د امریکا پخوانى سفیر په خپله مقاله کې زیاتوي:

د اوسنۍ ستراتیژۍ د مفهوم د تغيیر او د دې لپاره چې پاکستان له وسله والو ملاتړ بند کړي یو پراخ بنسټه پلان ته اړتیا ده .

زلمۍ خلیلزاد زیات ددې لپاره دوه پیشنهادونه لري :

لومړی متحد ایالات باید پاکستان ته واضحه کړي چې ددغه هیواد د اوسنۍ تګلارې دوام څه خطرونه لري.

پاکستاني جنرالان باید دا ومني چې تر څو هغوى تروریستان روزي، مالي مرستې ورسره کوي او افغانستان ته يې راستوي، په سرحدي سیمو کې به ناټو ورته ګامونه اخلي.

د امریکا کانګریس باید له پاکستان سره خپلې اقتصادي او پوځی مرستې د افغانستان په مسله کې د اسلام اباد همکارۍ پورې مربوطې کړي.

د امریکا او پاکستان تر منځ د اوسني بحران د کمیدو لپاره د زلمي خلیلزاد دويم پیشنهاد دا دی چې واشنګتن باید پاکستان ته په هغه صورت کې چې طالبان له افغان دولت سره خبرو ته چمتو کړي، یو څه امتیازات ورکړي.

په دغو خبرو کې باید امریکا د پاکستان قانوني ګټي هم په پام کې ونیسي او پاکستان باید ژمنه وکړي چې د هغو طالبانو پرضد به اقدامات کوي چې د خبرو اترو د پروسې مخالفت کوي.

ښاغلی خلیلزاد وړاندې وايي چې متحده ایالات د دغو دواړو موضوعاتو د باوري کولو لپاره له ځینو چلنجونو سره مخامخ دي.

د پاکستان په پوځي مشرتابه کې اکثره په دې باور دي چې امریکا له افغانستان څخه په وتو ده، دوى د افغان دولت او د متحده ایالاتو تر منځ اړیکو کې کړکیچ هم په پام کې نیسي او باور لري چې افغانستان کې د حکومت او خلکو تر منځ د فاصلې له امله به وروسته تر دې چې نړیوال ځواکونه ووځي، د کابل حکومت یو کمزورى لوبغاړی وي.

د مقالي په دوام کې زلمی خلیلزاد وايي :

که متحده ایالاتو د پاکستان په وړاندې پرېکنده عمل وکړ نو کیدى شي دغه هیواد خپلې اوسنۍ پالیسۍ ته ورپیښ خطرونه له سره محاسبه کړي او هغه شان عمل وکړي لکه څرنګه چې يې د ۲۰۰۱م کال د یوولسم سپتمبر له حملو وروسته وکړ یعنې د امریکا د فشار په نتیجه کې يې د طالبانو له رژیم خپل ملاتړ ودراوه.

زلمۍ خلیلزاد د خپلې لیکنې په پای کې وايي :

دا د دې وخت نه دی چې امریکا خپله حوصله له لاسه ورکړي، که د پاکستان ۲۴ سرتیري وژل شوي، د امریکا او متحدانو يې هم زرګونه عسکر وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا زیات شمېر افغان سرتیري او ملکي وګړي د هم هغو وسله والو په بریدونو کې وژل کیږي چې پاکستان يې ملاتړ کوي او ورته يې خوندي پناه ځايونه ورکړي دي.
XS
SM
MD
LG