د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د اریانا ټلویزيون خبریالان: پروګرامونه مو د ایران په غوښتنه سانسورېږي


یو شمېرهغه خبریالانو، چې له اریانا ټلویزیون څخه یې په ډله ایزه توګه استعفى کړې وایې، چې دوي به د خپلو حقونو د اعادې لپاره نړېوالو ادارو او عدلي او قضایي ادارو ته مراجعه وکړي.

دغه خبریالان اریانا ټلویزیون تورنوي، چې د دوې پروګرامونه یې د ایران په غوښتنه سانسور کړي او د یو شمېر ځانګړو بهرنیو او کورنیو کړیو د خوشحالولو لپاره پر دوي غیرې مسلکي کارونه کوي.

که څه هم اریانا ټلویزیون دا تورونه رد کړي، خو د د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایې، دوی د خبریالانو د کاری خوندیتوب لپاره نوې مقرره جوړه کړې، چې له مخې به یی تر ډیره دا ډول ستونزې هوارې شي.

د اریانا ټلویزیون دا خبریالان وایې، چې د ایران سفیر په سپاښتنه د زاویي خپرونې بندول د دوې د ډله ایزې استعفی اسباب برابر کړي.

د اریانا ټلویزیون دا سیاسي خپرونه د محمد نصیر فیاض له خوا پرمخ وړلې کیدله، چې له تیرو دوو میاشتو راهیسې خپرول یې ځنډول شوي.

ښاغلي فیاض وایې، دوه میاشتې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر له ده سره په یوه مرکه کې افغان اشغال شوې هېواد وباله، خو کله، چې ده ترې د دې ادعا په اړه وضاحت وغوښت، نو سفیر په قهر شو او د خپرونې د بندیدو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلی فیاض په افغانستان کی د رسنیو څخه د ملاتړ اداری د ژورنالیستانو پر وړاندې په بې غوری تورنوي او وایې، چې د خپلو حقونو د اعادې لپاره به محکمې ته مراجعه وکړي.

که څه هم د اریانا ټلویزیون مسؤلین د خپلو خبریالانو استعفې تاییدوي، خو وایې، چې دا استعفې د ایران د سفیر له مرکې سره هیڅ تړاو نه لري.

خو د دې ترڅنګ د اریانا ټلویزیون ځینې نور خبریالان بیا وایې، چې دوې د دې لپاره له خپلو دندو ګوښه کړای شوي، چې د نصیر فیاض د اقدام ستاینه یې کړې.

سید علي کاظمی وایې، چې ده د فیس بوک په پاڼه کې د فیاض او شپږو نورو همکارانو د اقدام ستاینه وکړه، چې په پایله کې د امنیتي ساتونکو له خوا دفتر ته د ننوتو مخنیوې وشو.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایې، چې حاضر دی د اریانا ټلویزیون د هغو کارکوونکو چې په کاری چاپیریال کې له ستونزو سره مخامخ او استعفا ته اړ شوي د قانون په رڼا کی حل کړي.

خو دا، چې دا وزارت د رسنیو په چارو کې د بهرنیو هېوادونو د لاس وهنې د مخنیوي لپاره څه پروګرامونه لري د دې وزارت مرستیال دین محمد مبارز راشدي ازادۍ راډیو ته وویل:

"افغان دولت تل دا اعلان کړی، چې د ازادی بیان څخه ملاتړ کوو، خارجي ادارې او سفارتونه په هيڅ ډول نشي کولای، زموږ د رسنیو په چارو کی لاس وهنه وکړي او څوک اړ باسي او نفوذ په کی وکړي، که چېرې په دې اړه دلیل وړاندې شي او ثبوت شي، نو موږ به یې پر وړاندې قانوني چلند وکړو."

اوس مهال په افغانستان کې له دیرشو زیات شخصي ټلویزیونونه، له یو سله پنځوسو زیاتې راډیو ګانې او سلګونه چاپي خپرونې فعالې دي.

که د دغو رسنیو د یو شمېر کمزوریو په اړه انتقادونه کیږي، له بلې خوا د دغو رسینو فعالیت په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان له لویو لاسته راوړنو څخه هم بلل کیږي.

خو د بهرنیو کړیو له نفوذه د دې رسنیو خوندي ساتل هم یوه ستره ننګونه ده، چې لا هم ورته د حل کومه باوري لار نده موندل شوې.
XS
SM
MD
LG