د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

پښتنو ملتپالو ګوندونو د ډیورنډ په اړه د ګروسمن څرګندونې وغندلې


عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا د خاص استازي مارک ګروسمن هغه څرګندونې په کلکه رد کړي چې ويلي يې وو امريکا ډيورنډ کرښه د يوې رسمي پولي په توګه مني.

د پښتنو دغو ملتپالو ګوندونو ويلي، د ډيورنډ کرښې د رسميت په اړه د پولي دواړو غاړو ته ولسونه پرېکړه کولاى شي، نه د افغانستان، پاکستان يا امريکا حکومت.

د تېرې يکشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مارک ګروسمن څرګندونې، چې ويلي يې وو امريکا د ډيورنډ کرښه د يوې رسمي پولي په توګه پېژني، د افغان حکومت او د افغانستان د ولسي جرګې ترڅنګ په پاکستان کې د پښتنو ملتپالو ګوندونو هم وغندلې او په کلکه يې رد کړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر اکرم شاه خان وايي، د دې کرښې په رسميت پېژندلو صلاحيت د ډيورنډ دواړو غاړو ته پرتو ولسونو سره دى، نه له حکومتونو سره:

"لر او بر افغان يو ولس دى، يو ملت دى او دا کرښه هيڅ وخت نه لر او نه بر افغان منلې ده. که غلط ونه اوسم دا د ملګرو ملتونو په منشور کې هم راغلي، چې که له يوه وېش او کرښې څخه يو ملت اغېزمن کېږي، د دې پرېکړه به د کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک کوي، د دې واک نه له افغان حکومت، ولسمشر کرزي سره او نه د پاکستان له حکومت سره شته، د دې واک له هغو ولسونو سره دى چې د دې کرښې له امله اغېزمن دي."

اکرم شاه خان وايي، له امو تر اباسينه د افغانانو خاوره ده، خو دا د تاريخ جبر دى، چې ترمنځ يې د بېلتون کرښه وتلې ده، خو بيا هم دوي ته د منلو وړ نه ده.

دى وايي، د مارک ګروسمن دا ډول څرګندونې په اوس وخت کې- چې هېواد يې د ترهګرۍ په ضد په دې سيمه کې مبارزه روانه کړې- بېځايه دي:

"پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ګراسمن دا خبرې غندي، دا خو يو ډول د دوى له خوا زموږ د افغان ولس د دې وېش تاييدول دي، خصوصاً په داسې وخت کې چې په سيمه او ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ په خلاف جګړه روانه ده او دا جګړه په افغانستان او پاکستان کې روانه ده، فکر نه کوم چي په داسې وخت کې دي د ګراسمن خرګندونې مناسبې وي"

د عوامي نېشنل ګوند يوه مشر کمانډر خدايداد هم د مارک ګروسمن او تر هغه وروسته د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د وياندې ويکټوريا نولنډ څرګندونې رد کړې او ويې ويل، چې په داسې حساس وخت کې چې افغانستان لا په بشپړه توګه پر خپلو پښو نه دى درېدلى، د امريکايي لوړپوړيو چارواکيو له خوا ډول غيرمسوولانه خبرې کومه ګټه نه لري:

"د عوامي نېشنل ګوند موقف واضح دى، چي دا د افغانانو ګډه پرېکړه ده او دا به افغانان پخپله کوي. لر او بر افغانان له ډيورنډ کرښې سره تړلي دي او دا ډېر لوى سوال دى، زه نه پوهېږم چي د امريکا يو عام استازى (زه خاص هم نه ورته وايم) راځي او دومره لويه پرېکړه کوي، ده دا خبره په کوم صلاحيت کړې ده.

دا غيرمسوولانه خبره ده، نه دي امريکا په دې کې کار لري او نه چا د دې واک ورکړى دى، دا ډېره درنه خبره ده او له دې کرښه سره د يوه ملت مرګ او ژوند تړلى دى.

افغانانو خو د دې کرښې په رسميت پېژندلو اجازه نه بريتانيا او نه روسيې ته ورکړ، نه يې امريکا ته ورکوي او نه يې بل چاته ورکوي چي د افغانانو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي."


د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت تل هڅه کړې، چې په افغان حکومت د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني، په تېرو کلونو کې يې هم د پولې دواړو غاړو ته د امنيت د ټينګښت په نيت وغوښتل، چې د ډيورنډ کرښې پر سر اغزن تار وغزوي خو افغان حکومت او د پولې دې غاړې ته ولسونو او ملتپالو ګوندونو يې مخالفت کړى وو.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG