د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

مولينبک: د مجاهدينو غوښتنې دې ومنل شي


په پاکستان کې د یوې جرمني خیریه موسسې د تښتول شويو کارکونکو ویډيوي پيغام خپور شو .

دا پیغام نن سهار د پاکستان په دیره اسمعیل خان کې د القاعده شبکې د یوې مشکوکې ارتباطي سرچینې له خوا د ازادي راډیو سیمیز خبریال ته رسیدلی دی.

په ویډیوکې دجرمني ماموربرند مولینبک (Bernd Muehlenbeck ) خبرې راخیستل شوې دي، چې د خپل خلاصون لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

دي وايي:

زه ۵۹ کلن یم. زه د جرمني وګړی یم. ما د پاکستان په ملتان کې د جرمني (Welthungerhilfe) لپاره د پروژې د مسول په توګه کار کاوه . زه د جرمنی د حکومت د بدو پالیسیو په خاطر مجاهدینو تښتولی یم . موږ اوس په لویو ستونزو کې ښکیل یو.
لطفا ، د مجاهدینوغوښتنې په بشپړ ډول ومني.

دوی هره ورځ موږ وژلای شي. موږ نه پوهیږو ، چې څه وخت، ښايي نن ، ښايي سبا ، يا ښايي په نورو دریو ورځو کې.

داسې ساده پلان جوړ نکړي، چې زموږ د خوشي کولو لپاره به له قوې کار اخلی. زه غواړم ، چې ژوند وکړم او خپله کورنۍ بیا ووینم”

پدې ویډیو کې ، چې ټوله ۵۲ ثانیې ده یوازې د تښتول شوي جرمني خبري راخیستل شوی او د تښتونکو د غوښتنو یا شرایطو ذکر ندی شوی.

وسله والوکسانو په ملتان کې د جرمني د خیریه سازمان دا دواړه کارکونکي د روان کال د جنورۍ د میاشتې په نولسمه نیټه د هغوی د استوګنې له ځایه وتښتول.

د پاکستان امنیتي ځواکونو وروسته وویل، چې تښتول شوی سړی د جرمني دی او ورسره یوه سړی د ایټالیا وګړي ده .

دوي په پاکستان کې د ۲۰۱۰ میلادي کال د سیلاب ځپلو سره د مرستې په یوه پروګرام کې کار کاوه .

له جرمنی برند مولینبک سره یوځاي بل تښتول شوې ایټالوی وګړی جیوفاني لو پورتو (Giovanni Lo Porto) بلل شوی ده .

دې کسانو دواړو د جرمني لخوا په پاکستان کې د خیر ښیګڼې یوه سازمان ویلت هنګر هیلفه (Welthungerhilfe) لپاره کار کاوه .

د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستاني طالبانو یوه مشر وویل، چې دا کسان د دوي سره دي او د دواړو د ښه صحت ډاډ یې ورکړی وو.
XS
SM
MD
LG