د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

دایکندي: د ښځو د ریاست ۶ کارکوونکي پر ېوې نجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوي


یوې پنځلس کلنې پېغلې د دایکنډي ولایت د ښځو د ریاست پر یوه تن کارکوونکي تور لګولی چې جنسي تېری یې پرې کړی.

په سیمه کې د آزادۍ راډیو خبریال متین د چارواکو له قوله په راپور کې ویلي؛ چې د دایکنډي د ښځو د ریاست شپږ تنه تورن کارکوونکي اوس مهال په توقیف کې دي او چارواکو په دې اړه څېړنې پیل کړي.

د دایکنډي ولایت د ښځو د ریاست شپږ کارکوونکي پر يوې پنځلس کلنې نجلۍ د تجاوز په تور نیول شوي. د پنځلس کلنې منیژې کیسه دردوونکې ده.

پر دې یوځل مخکې د دایکنډي ولایت په سنګ تخت بندر ولسوالۍ کې د دوو کسانو له خوا جنسي تېری شوی و؛ خو دا د زنا په تور په بند کې اچول شوې وه.

منیژه څه وخت مخکې د محکمې له فیصلې سره سم خوشې شوه؛ خو وروسته له دې چې کورنۍ یې د دې له منلو ډډه وکړه، د ښځو چارو وزارت ته وسپارل شوه؛ څو د امن په کور کې یې ساتنه وکړي؛ خو د ښځوچارو ریاست کې د یوې شپې له تېرولو وروسته دا ادعا کوي چې هلته هم پرې جنسي تېری شوی دی.

د دایکنډي والي قربانعلي ارزګاني د منیژې د ادعا په اړه آزادۍ راډیو ته وویل:

"نجلۍ د شپې د ښځو په ریاست کې پاتې شوې وه او په سبا یې ادعا وشوه، چې داسې یوه پېښه شوې. خو دې ادعا ته په پام سره مشکوک کسان سمدستي ونیول شول؛ هغوی اوس په توقیف کې دي او دوسیه یې د پولیسو د جنايي جرمونو د څانګې، څارنوالۍ او روغتیا ریاست له خوا څېړل کېږي څو ثابته شي؛ چې آیا دا ادعا سمه ده کنه."

د منیژې د ادعا په اړه د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د دایکنډي د ولایتي دفتر مشر جواد دادګر وویل:

"نجلۍ زموږ همکارانو ته په څرګندونو کې د توقیف لاندې شپږو تنو یو تن تورن کړی و؛ چې جنسي تېری یې پرې کړی. ضمناً د ولایت د مرکزي روغتون د چارواکو له قوله هم ویل شوي؛ چې د دې د وجود پر ځینو برخو د دې عمل نښې لیدل کېږي او ښيي، چې دا کار شوی."

دادګر وايي، د دې ډول پېښو یوعلت په دایکنډي کې د امن د کورونو نشتوالی دی خو د دې ولایت د ښځو چارو د ریاست سرپرسته حبیبه شجاعي دا ادعا یوه جوړه شوې دسیسه بولي:

"ما ویل چې زه ځای نه لرم. دلته یو ریاست دی، د امن کور نشته او خپل کور مې هم دلته نه دی، چې خپل کور ته یې بوځم. د مسافرۍ په کور کې اوسم او نشم کولای، چې دا نجلۍ له ځان سره بوځم، خو نجلۍ هم سمه نجلۍ نه ښکاري. زه د دې ادعا ردوم او فکر کوم چې داسې یوه پېښه نه ده شوې. دا یوه توطئه ده چې جوړه شوې ده."

د ښځو د چارو د وزارت معینه مژګان مصطفوي د منیژې ساتنه د دایکنډي ولایت د محبس د ماشومانو د اصلاح او روزنې د څانګې مسوولیت بولي نه د دوی د وزارت:

"د دې کار اساسي مسوولیت د اصلاح د مرکز پر غاړه دی او دوی باید له پیله د قضیې ټول اړخونه سنجولې وای، خو له نیکه مرغه د دایکنډي د روغتون راپور چې زموږ لاس ته رارسېدلی، د دې نجلۍ ادعا ردوي."

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي د ولایتي شورا او مدني ټولنو یوشمېر استازو پرون په یوه مطبوعاتي غونډه کې د دې پېښې په اړه د عدلي او قضايي ادارو له خوا د عادلانه څېړنو غوښتنه وکړه.
XS
SM
MD
LG