د افغانستان د چارو اداره ټینګار کوي چې؛ د وزیرانو د شورا نوې پریکړه به په جدي توګه عملي شي.
د افغانستان د وزیرانو شورا د دوشنبې د ورځې په غوڼډه کې تصمیم ونیوه چې؛ د نوي لمریز کال له پیل راهیسې هیڅ یو وزیر او یا د ملي شورا غړی دا حق نه لري چې؛ په ښار کې د ګرځیدو پر مهال له یوه څخه زیات تعقیبي موټر له ځانه سره ولري.
د کابیني د پریکړې له مخې دغه دولتي چارواکي باید د درنو وسلو له ګرزولو او د لارو له بندولو هم ډډه وکړي.
د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس د سې شنبې په ورځ له آزادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې؛ که څوک دغه امر ونه مني نو قانوني چلند به ورسره وشي:
"د وزیرانو د شورا د تیرې ورځې د مسودې پر اساس د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست وظیفه لري؛ د وزیرانو د شورا د سپارښتنې له مخې په ټول افغانستان کې دا عملي کړي د تیرې ورځې فیصله جدي ده او جمهور رییس پرې ټینګار کړی."
له څو کلونو راهیسې کله چې د ښارونو په تیره بیا د کابل ښار پر سرکونو د چارواکو موټرې تیریږي نو سرکونه بندیږي او خلک له سختو ستونزو سره مخ کیږي.
د دغو چارواکو موټرې هم د تیریدو پر مهال، د دوی د وسله والو ساتونکو د موټرو په وسیله بدرګه کیږي.
خلک هم د وزیرانو د شورا له وروستې پریکړې هرکلی کوي او خو ځیني یې باور نه لري چې، دغه پریکړه به عملي شي.
پخوا تر دې هم حکومت د تورو شیشو لرونکو موترو د شیشو د سپینولو او نورو دا راز مسالو په اړه غبرګون ښودلی؛ خو تر دې پریکړو څو موده وروسته بېرته پریکړې عملي شوي نه دي.
خلک وایي چې، یو شمیر دولتي چارواکي او زورواکي ځانونه له قانون څخه پورته ګڼي او دا راز پریکړو ته پام نه اړوي.
خو دا لا ښکاره نه ده چې، د نوي لمریز کال تر پیل وروسته به څومره د حکومت دغه نوی پریکړه عملي شي.