د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

ډېر ژر به د جمهوري ریاست د انتخاباتو نور قسمي نتایج هم اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې ډېرژر به د جمهوري ریاست د انتخاباتو نور قسیمي نتایج هم اعلان کړي.

د دې کمېسیون ویاند وايي، په دوهم پړوا کې به په زیاته فیصدۍ سره قسیمې نتایج اعلان شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د تېرې یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لس فیصدو رایو قسمي نتایج اعلان کړل.

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر چهارشنبې پورې به د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتایجو پاتې پاڼې هم مرکز ته را ورسیږي او قسیمي نتایجو بل پړاو به ډېر ژر اعلان کړي.

د دې کمېسیون ویاند نورمحمد نور د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، هغه مواد چې کابل ته را رسېدلي، تر پروسس لاندې دي ترڅو سیسټم ته داخل شي.

ښاغلي نور وویل، د قیسمي نتایجو په دوهم پړاو کې د زیاتې فیصدۍ رایو نتایج علان شي.

ښاغلي نور روښانه نه کړه، چې د قسمي نتایجو په دوهم پړاو کې به د څومره ولایتونو څو فیصدي رایې اعلان شي.

خو زیاته يي کړه، چې په دې برخه کې وروستۍ تصیمم د کمېسیون چارواکي نیسي ، چې اوس ورباندې کار روان دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د تېرې یکشنبې په ورځ په لومړي پړاو کې د لس فیصدو رایو قسمي نتایج اعلان کړل.

د دې کمېسیون رییس یوسف نورستاني ویلي و، چې د قیسمي نتایج د اعلان په دوهم پړاو کې به پنځه لس یا شل فیصده رایې اعلان کړي.

د انتخابات کمېسیون ویاند نورمحمد نور وايي، چې د پنځوسوو محلونو رایې چې شک یا ادعا ورباندې کېدل، پلټنه او له سر شمېرل یې د ناظرینو پر وړاندې عملآ شروع شوي ده.

هغه وویل، چې دغه محلونه په بېلابیلو ولایتونو پورې اړه لري.

د قسیمي نتایجو په لومړي پړاو کې لس فیصدو رایو په نتیجه کې عبدالله عبدالله مخکې او اشرف غني احمدزی ورپسې و.

د کمېسیون چارواکي وايي قسیمي ثابت نه دي اود تغیر وړ دي.

د دې نتایجو اعلان وروسته یو شمېر کانداندو دمدني ټولنو ځینو غړیو په کمېیسون غږ کړی وی چې باید تقلیبي لومړی بلې او بیا قسیمي نتایج اعلان شي.


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په وینا، د انتخاباتو لومړي نتایج به د غويي یا ثور په څلورمه او وروستي نتایج به د غويي په ۲۴مه اعلان کړي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG