د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

"پاکستان به له نوي افغان ولسمشر سره دوه اړخيزې اړيکي غښتلې کړي"


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، افغان ولس که هر څوک خپل ولسمشر وټاکي، پاکستان به ورسره دوه اړخيزې اړيکي لا پراخې او پياوړې کړي.

دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم په خپلې اوونيزې خبري غونډه کې خبريالانو ته د وينا پر مهال کړي.

ميرمن اسلم همدراز ويلي:

"د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو يو کانديد هم د پاکستان پر ضد نه دى، افغان ولس حق لري چې خپل ولسمشر او برخليک په خپله وټاکي.

په افغانستان کې سوله، ثبات او د ترورېزم له منځه وړل نه يواځې د افغانستان په ګټه دي، بلکې له دې سره به د پاکستان، افغانستان او د ټولې منځنۍ اسيا پر سوداګريزو اړيکيو مثبت اغېز پرېوځي."


د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې نوموړې تېره پنجنشبه هم پخپلې اوونيزې غونډې کې ويلي وو، په سيمه کې د سولې د تامين لپاره په افغانستان کې د جمهوري عمل روان ساتل مهم دي او له همدې امله په دې هېواد کې اوسنۍ ولسمشريزې ټاکنې د ستاينې وړ دي.

مېرمن اسلم همداراز د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې د امنيت په اړه غونډې ته وويل، پاکستان له افغانستان سره پر جنګېدلې پوله نزدې ١٢٠٠ امنيتي پوستې جوړي کړي او په خبره يې، چې هېواد يې ددې پولې هوايي څارنه هم کوي.

نوموړې پر افغان دولت او په افغانستان کې پر د ناټو پر مېشتو ځواکونو غږ وکړ، چې د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې ساتنه او څارنه دې لا پياوړې کړي او په خبره يې، دا د پاکستان او افغانستان د دواړو مسووليت دى چې د پولې ساتنه او څارنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشت په ٥مه نېټه په افغانستان کې د ولسشمريزو او ولايتي شوراګانو تر ټاکنو وروسته افغان ولس ته مبارکي ورکړې وه او هيله يې ښودلې وه، چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون او نورې اړوندې ادارې به د حکومت جوړونې او تر انتخاباتو وروسته ټوله پروسه په برياليتوب سرته ورسوي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG