د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د افغانستان بشري حقونه په ایران کې د افغانانو اعدام په کلکه غندي


په ایران کې د افغانونو پرله پسې اعدامولو د افغانستان د بشري حقونو د سازمان زغم پای ته رسولی.

دغه کار په افغانستان کې دننه د ایراني چارواکو په اړه منفي لید لوري رامنځته کړي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل له آزادي راډیو سره په خبرو کې د افغانانو د اعدام له کبله په کلکه پر ایراني چارواکو انتقاد وکړ.

بل خوا د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وایي؛ چې د دغه ولایت شپږ تنه اوسیدونکي په ایران کې اعدام شوي؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعدام شویو کسانو شمېر څلور تنه یادوي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني پرون آزادي راډیو ته ویلي وو؛ چې دغه افغانان د سه شنبه په ورځ په اصفهان کې اعدام شوي دي.

د ښاغلي مستغني په خبره پر دغو افغانانو د مخدره موادو د قاچاق تور و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ څو ځله یې په دې اړه خپله اندیښنه له ایراني چارواکو سره شریکه کړې ده.

دغه وزارت له ایران څخه غوښتي چې د افغانانو د اعدام سزا عمري بند ته راکښته کړي.

خو د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر وایي؛ د دغو ستونزو ریښه باید په جدیت سره و څیړل شي.

لعل ګل لعل دغه راز له ملګرو ملتونو وغوښتل چې؛ په ایران کې د افغانانو د اعدام موضوع د خپلو کارونو په سر کې و ارزوي.

تر دې وړاندي هم په ایران کې د مخدره موادو د قاچاق په تور د لسګونو افغانانو د اعدام راپورونه ورکړل شوي دي.

اعدام شوي افغان له بیلابیلو ولایتونو لکه هرات؛ نیمروز او تخار اوسیدونکي ښودل شوي دي.

افغان چارواکو هم وړاندې منلې وه چې؛ زرګونه افغانان په ایران کې بندیان دي چې ویل کیږي؛ سلګونه تنه یې د مخدره موادو د قاچاق په تړاو تورن دي.

د بشري حقونو مدافع ټولنې دا مني چې په ایران کې عدالت ته د لاسرسي په برخه کې د افغانانو حقونه نقض شوي او پر دوی له مدافع وکیل پرته د اعدام حکمونه شوي دي.
XS
SM
MD
LG