د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

"افغانستان کې به د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو شمېر له لسو زرو کم شي"


د اوباما د ادارې یو شمېر چارواکي وايي، په افغانستان کې ښايي د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو شمېر له لسو زرو څخه کم شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پوځ د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره په دې هېواد کې د لږ تر لږه لس زره امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو غوښتنه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې وايي، په افغانستان کې د وري د شپاړسمې له انتخاباتو وروسته، سپینې ماڼۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او پینټاګون یو وار بیا په افغانستان کې د پاتې کیدونکو سرتیرو پر مسله بحثونه پیل کړي دي.

راپور وايي، دا پریکړه چې په افغانستان کې تر پنځو زرو څخه هم د کم شمېر امریکايي سرتیرو پر پاتې کیدو غور وشي، په سپینه ماڼۍ کې د چارواکو هغه باور څرګندوي چې وايي، افغان امنیتي ځواکونه دا مهال په یو پوره پیاوړي ځواک بدل شوي او کولای شي چې د طالب وسلوالو د فعالیتونو مخه ونیسي.

په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو ماموریت به د تروریزم خلاف جګړه او د افغان ځواکونو روزول وي.

چارواکې وايي، د دې باور یوه برخه پر دې بسنټ رامنځ ته شوی چې په افغانستان کې په حیرانونکې توګه وروستي انتخابات په نسبتا ارامه فضا کې ترسره شول او د ۱۲ میلونو هغو کسانو څخه چې د رایي ورکولو په شرایطو پوره وو په سلو کې شپيتو یې په انتخاباتو کې خپلې رایې وکارولې.

همدارنګه طالبان په خپله هغه ادعا کې پاتې راغلل چې ویلې یې وو انتخابات به ګډوډ کړي.

د ولسمشربارک اوباما اداره د میاشتو راهیسې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو پر ممکنو انتخابونو غور کوي.

د رویټرز خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی وايي، په دې اړه بحثونه ډیر تاوده دي.

د دې امریکايي چارواکي په وینا دوی تر لس زرو څخه د کمو سرتیرو د پاتې کیدو د انتخابونو په اړه غور کوي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې بریتانوي او نور بهرني ځواکونه هم د امریکايي سرتیرو سره یو ځای له افغانستان څخه ووځي په دې هیواد کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو شمیر، هغه بحثونه هم تودولی شي چې ګومان کیږي د طالبانو تاوتریخوالی به د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته نور هم زیات شي. دا هماغه څه دي چې یو شمیر امریکايي پوځي چارواکي یې تمه لري.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو د قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ په شمول امریکايي پوځي چارواکي په افغانستان کې لږ تر لږه د لسو زرو امریکايي سرتیرو پاتې کیدل ضروري بولي څو وکولای شي افغان امنیتي ځواکونه وروزي او هغوي ته د وسلوالو پر ضد جګړه کې سلا مشورې ورکړي.

دوی ټینګار کوي، چې تر دې په کم شمیر سرتیري به د ځان د ساتنې په هڅو بوخت وي.

په مارچ کې واشنګټن ته د یو سفر پر مهال جنرال جوزیف ډانفورد د امریکا د استازو د مجلس غړیو ته وویل، د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته به په ۲۰۱۵ م کال کې د افغانستان امنیتي ځواکونه په چټکه توګه د ګډودۍ خواته ولاړ شي.

نوموړې وویل، د افغانستان د هوايي ځواک لپاره لا هم کلونه پکار دي چې په یو فعال ځواک بدل شي او لا هم نورې مرستې ته اړتیا لري.

یو شمېر څیړونکې هم په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو د شمیر د کمولو په اړه اندېښنه لري.

لیزا کارټیز چې پخوا یې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې او بهرنیو چارو وزارت کې دنده ترسره کړې او اوس د هیرټیج فاونډیشن په نوم یو تحقیقي مرکز سره کار کوي وايي:

″که چیرې سپينه ماڼۍ په افغانستان کې د کم شمېر امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو پریکړه وکړي دا به پر افغان ځواکونو نور فشار راولي او ددې خطر ورسره شته چې هغوی د طالبانو په وړاندې خپل وروستی پرمختګ له لاسه ورکړي.″
XS
SM
MD
LG