د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

"شک دی چې کوم کاندید دې په لومړي پړاو کې ګټونکی شي"


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو يوازې د څه باندې ۱۷ فيصده رايو پايلې لا اعلان شوي نه دي.

اوس دا موضوع تر پخوا توده شوې چې؛ د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوه مخکښ کانديدان به په دوهم ځلي انتخاباتو کې سره مخامخ کېږي.

سره له دې چې عبدالله عبدالله او اشرف غني اجمدزي د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې تر نورو کانديدانو زياتې رايې ګټلي؛ خو هېڅ يوه تراوسه نيمايي رايې نه دي؛ خپلې کړي او داسې نه ښکاري چې، په پاتې څه باندې ۱۷ فيصدو رايو دې يې پوره کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د کميسيون رييس يوسف نورستاني پرون په يوه خبري غونډه کې د درېیم ځل لپاره د قسمي پايلو د اعلانولو په مهال وويل؛ دې ته په پام سره چې د زياتو رايو نتيجې اعلان شوي شک لري چې؛ کوم کانديد دې ټاکلي هدف پوره کړاي شي:

"فکر کوم کې پاتې ۱۷ نيم فيصده وشمېرل شي، شک دی چې څوک دې په لومړي پړاو کې ګټونکی شي. خو بيا هم په قطعي ډول څه نه شم ویلی؛ خو شک شته."

د سياسي چارو کارپوهان وايي، د ۸۲ اعشاريه ۵ فيصدو رايو د نتيجې اعلان وښودله چې؛ دوه ځلي انتخابات تقريباً حتمي دي.

د کابل پوهنتون د سياسي علومو او حقوقو د پوهنځي استاد پوهاند ودېر صافي وايي؛ د انتخاباتو د خپلواک کميسيون پروني اعلان وښودله چې افغانستان دوهم پړاو انتخاباتو ته روان دی.

د درېیم ځل قسمي پايلو له مخې عبدالله عبدالله نژدې ۴۴ فيصده؛ اشرف غني اجمدزي نژدې ۳۳ فيصده او زلمي رسول ۱۱ فيصده رايې ترلاسه کړي دي.

ټاکل شوې ده چې، د ټولو رايو ابتدايي نتيجهه سبا، شنبه اعلان شي.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه نجيب محمود باوري دي چې؛ مخکښ کانديدان به دومره رايې ترلاسه نه کړای شي؛ چې په لومړي دور کې يې برياليتوب ته ورسوي.

"دوهم پړاو ته د تلو چانس زيات دی. د شکايتونو کميسيون هم پر رايو غور نه دی پيل کړی. احتمال شته چې دوی رايې کمې کړي؛ خو له خبرو داسې څرګندېږي چې؛ انتخابات بايد دوهم پړاو ته لاړ شي."

ټاکل شوې ده چې، نهايي پايلې د ثور په ۲۶ مه اعلان شي. له اساسي قانون سره سم نوي ولسمشر بايد د جوزا په لومړۍ لوړه په ځای کړي؛ خو که د دوهم ځلي انتخاباتو اړتيا پيدا شوه؛ نو ښايي د جوزا په دوهمه اوونۍ کې انتخابات وشي. د دوهم ځلي انتخاباتو د نتيجو معلومېدو ته هم ممکن څو اوونۍ وخت ته اړتيا وي.
XS
SM
MD
LG