د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

په کوټه کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه


په کوټه کې د افغانستان د استقلال جشن جوړ شوى، چې د بلوچستان والي، اعلى وزير، ايالتي وزيرانو، ځايي خلکو او افغان کډوالو په کې په زيات شمېر سره ګډون کړى.

د بلوچستان اعلى وزير ويلي، چې که په افغانستان کې سوله وي، په بلوچستان او پاکستان کې به هم سوله وي.

په کوټه کې د افغانستان په جنرال قونسلګري کې د ځينو امنيتي او نورو ستونځو له امله پرله پسې څوکاله د افغانستان د خپلواکۍ ورځ نه وه لمانځل شوې، خو سږ دا ورځ په ډېرو شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه، چې د کوټې په شمول د بلوچستان له بېلابېلو سيمو او کېمپونو څخه افغان کډوالو او همدارنګه د بلوچستان ايالت د والي او اعلى وزيرپه شمول ايالتي وزيرانو او ځايي پښتنو او بلوڅوهم په کې ګډون کړى وو.

د افغانستان جنرال قونسل وحيدالله مومند د جشن ګډونوالو ته په خپله وينا کې په تېرو ديارلسو کلونو کې په افغانستان کې د ودې او بيارغونې د کارونو په اړه مالومات ورکړل. ده د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د مبارکۍ ترڅنګ افغانان دې ته وهڅول، چې خپل اولادونه باسواده او د خپل هېواد له تاريخه خبر کړي:

"ټول افغانان په ډېر شوق او ذوق خپل کورونه، کلي او بازارونه د خپلواکۍ په شعارونو سنګاروي، خو اړينه ده چې په اوسني عصر کې خپلواکې داسې ولمانځل شي، چې د خپلو ماشومانو په زړونو کې د هېواد مينې ته وده ورکړو، د هېواد پالنې او د هېواد د بيا رغولو احساسات په دوى کې را وپاروي او باسواده يې کړو"

وحيدالله مومند د افغانستان د حکومت او ملت په استازيتوب په پاکستان کې شاوخوا درې لسيزې افغان کډوالو ته پرځاى ورکولو د پاکستان ستاينه او مننه وکړه او پرافغان کډوالو يې ږغ وکړ، چې هرڅومره ژر چې

د افغانستان جنرال قونسل وحيدالله مومند د جشن ګډونوالو ته په خپله وينا کې په تېرو ديارلسو کلونو کې په افغانستان کې د ودې او بيارغونې د کارونو په اړه مالومات ورکړل
د افغانستان جنرال قونسل وحيدالله مومند د جشن ګډونوالو ته په خپله وينا کې په تېرو ديارلسو کلونو کې په افغانستان کې د ودې او بيارغونې د کارونو په اړه مالومات ورکړل

کېږي، بايد خپل هېواد ته ستانه شي:

"د افغانستان حکومت پرخپل کړي هوډ ولاړدى، چې افغان کډوال به د دوى په خوښه، په عزتمنه توګه په تدريجي ډول، په خپله هېواد کې د امنيتي وضعيت، اقتصادي امکاناتو او د دوى د پوهنې او روزنې د امکاناتو د برابرولو په پام کې نيولو سره ستنوي، څنګه چې د کډوالو ستونځه يوه بشردوستانه ستونځه ده، نو موږ هيله من يو چې دا ستونځه له سياسي مسايلو لرې وساتل شي."

د بلوچستان اعلى وزير ډاکټر عبدالمالک بلوڅ هم په دې مراسمو کې ګډون کړى وو، نوموړي د افغان ماشومانو له خوا له ملي ترانو او د افغانستان له ملي اتڼه خوند واخيست او ازادي راډيو ته په ځانګړو خبرو کې يې وويل، چې بلوڅان له افغانانو سره تاريخي اړيکې لري او غواړي چې په افغانستان کې همېشنۍ سوله راشي:

"زه د بلوچستان حکومت له خوا خپلو افغانانو وروڼو ته د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٥مې کاليزې مبارکې وايم، هيله من يم چې دوى هر کال دا ورځ ښه په جوش او ولولو سره ولمانځي.

زموږ رشتې- که د بلوڅو پښتنو وي يا د بلوڅو افغانانو وي- ډېرې پخوانۍ دي او موږ په کلتوري او تاريخي توګه له يو بل سره تړلي يو، زموږ هيله او هڅه دا ده، چې په افغانستان کې سوله، پرمختګ او جمهوريت وي، چې افغانان د خپل هېواد ساتنه وکړي او افغان ولس هغه اسانتياوې تر لاسه کړي، چې دوى ورته اړتيا لري او موږ په دې فکر يو، چې که په بلوچستان کې امنيت وي، په افغانستان کې به امنيت وي، که په افغانستان کې امنيت وي، په بلوچستان او پاکستان کې به امنيت وي."

د بلوچستان والي يا ګورنرمحمدخان اڅکزي هم د افغانستان په جشن کې ګډون کړى وو، ده وويل افغانستان او پاکستان له يوبل سره بې له ورورګلوۍ بله چاره نه لري، دوى بايد ترخپل منځ د ژوند په ټولو چارو کې يو له بل سره مرسته وکړي:

"افغانستان په ټوله اسيا او افريقا کې په هغو ټولو هېوادونو کې، چې د اروپايي استعمار تر حاکميت لاندې وو، د هغه د ماتولو پيل يې وکړ او دا لومړى ملک دى چې ځان ته يې ازادي وغوښته.

زما دا هيله ده، چې افغانستان او پاکستان د ژوند په هره برخه کې- د دفاع په شمول- مرسته سره وکړي، موږ دلته سټاف کالج لرو، د دوى خلک چې ترکې او نورو هېوادونو ته راځي، بايد دلته راشي، پاکستان او افغانستان له دې ورورولۍ بله چاره نه لري."

په جنرال قونسلګرۍ کې د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٥مې کاليزې جشن د شپې تر ناوخته دوام درلود، چې سندرغاړې سميرا ناز پکې ملي او اتڼي سندرې واورولې او ځوانانو ورته اتڼونه وکړل.

سره له دې چې دا ځل د استقلال جشن ته زښته ډېر خلک را بلل شوي وو، خو دا چې د تېرو کلونو په نسبت په کوټه کې امنيت ښه شوى، نو د افغانستان قونصلګرۍ ته د راتګ په لاره کې په عادي ډول امنيت نيول شوى وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG