د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

صدیقي: په پاکستان کې ۱۵۰ تروریستي ډلې د افغانستان په ضد روزل کیږي


په هیواد کې د وسله والو مخالفینو د ډله ییزو حملو له ډیریدو سره سم د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي؛ چې په پاکستان کې دا مهال څه باندې یو نیم سل تروریستي ډلې د افغانستان په ضد روزل کیږي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي؛ چې وسله والو مخالفینو د پاکستان د استخباراتو په اشاره د انتخاباتو د بهیر له اوږدیدو ګټه اخیستې.

صدیقي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ هغه تروریستي ډلې چې د افغانستان پر ضد په پاکستان کې روزل کیږي؛ په بیلابیلو هیوادونو پورې اړوندې دي:

"زموږ د استخباراتي اطلاعاتو له مخې د تروریستي ډلو شمېر کابو یوسلو اته شپیته و ته رسیږي چې؛ اصلي ځالې یې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دي. دوی د پاکستان د استخباراتو له خوا روزل کیږي؛ تمویلیږي او افغانستان ته رالیږل کیږي."

ده وویل په دغو تروریستي ډلو کې ازبک جنګیالي، پنجابیان، عربان، چېچنیان، لشکرطیبه، تحریک طالبان، افغانان او داسې نور شامل دي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې هم وویل شول چې؛ پاکستاني استخباراتي کړۍ د میاشتې د دېرش زره کلدارو په بدل کې عام خلک د افغانستان په ضد مسلح کوي.

د کورنیو چارووزارت ویاند صدیق صدیقي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل؛ چې په افغانستان کې د پاکستان د ښکاره لاسوهنو مخنیوي ته اقدام وکړي:

"دملګرو ملتو د امنیت شورا مسوولیت دی چې؛ د افغانستان اوسنی وضعیت او د پاکستان څرګندې لاسوهنې وڅیړي؛ یو ځل بیا له دې سازمان څخه غواړو چې؛ د پاکستان له خوا د تروریستانو د تمویل لارې وتړي."

دا لومړی ځل نه دی چې، افغان چارواکي پاکستان د افغانستان په ناامنیو کې ښکیل ګڼې؛ بلکې له تېرو شاوخوا څوارلسو کلونو راهیسې پر پاکستان ورته تورونه لګیدلي او د هغه هیواد د د لاسوهنو ثبوتونه هم وړاندې شوي دي.

سربیره پردې پاکستان څوځلې له افغانستان سره په ګډو امنیتي ناستو کې د همکارۍ او د تروهګرو پر ضد د ګډې مبارزې هوکړې هم کړي؛ خو افغان چارواکي وایي چې؛ د پاکستان لوری په یوې هوکړې هم عمل نه دی کړی. خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG