د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د ذکري فرقې پر مزار بريد ٦ وژلي ۷ ټپیان کړي دي


بېګا شپه د بلوچستان په آواران سيمه کې وسله والو په يوه زيارت کې پر زيارت کوونکيو ډزې کړې، چې شپږ تنه يې وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي. وژل شوي کسان له (ذکري) فرقې سره تړاو لري او عبادت يې يواځې ذکر کول دي. په دې وروستيو کې د لښکرخراسان په نامه يوې ډلې دې فرقې ته ګواښونه هم کړي وو.

د ايران پولې ته نيژدې د بلوچستان په آواران سيمه کې پر يوه مزار باندې خلک را ټول شوي وو، چې ناببره وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او د پېښې له ځايه و تښتېدل، چې شاوخوا پينځلسو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله. چارواکي وايي پېښه د آواران په (ډن) نومي ځاى کې شوې او وايي چې وژل شوي او ټپيان ټول له (ذکري) فرقې سره تړاو لري.

د بلوچستان د داخله چارو سيکرتر اکبر حسين دراني ازادي راډيو ته وويل، چې په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي:

"يو مزار يا عبادتګاه ده، دوى هلته ناست دي او حمله ورباندې شوې ده. شپږ کسان مړه دي، اووه زخميان دي. وژل شوي خلک ټول ذکريان دي"

په پېښه کې وژل شوي او ټپيان سمدستي د آواران سيمه ييز دولتي روغتون ته راوړل شوي، چې په هغوى کې هم د ځينو حالت نازک بلل کېږي.

د پاکستان په مرکزي پارلمان کې د بلوچستان نېشنل ګوند يو غړى عيسى نوري هم له همدې ذکري فرقې سره تړاو لري، دى وايي په آواران سيمه کې شاوخوا ٧٥ فيصده خلک ذکريان دي، خو دا لومړى ځل دى، چې هلته د دې فرقې پر خلکو حمله وشوه:

"ذکريان ډېر سوله ييز خلک دي او د مرمۍ ځواب په مرمۍ نه ورکوي او نه دا عقيده لري، موږ هڅه کوو، چې دا ستونځه د خبرو له لارې حل شي، موږ په دا ډول تفرقه باور نه لرو، چې دا ذکري دى، دا سنى دى، دا هندو او دا مسلمان دى، که څوک د مذاهبو تر منځ کرکه خپرول غواړي او حالات خرابول غواړي، موږ يې غندنه کوو"

د ذکري فرقې پر خلکو د حملې پړاو تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو ورځو کې آواران ته څېرمه په تربت سيمه کې د لښکرخراسان په نامه يوې وسلوالې ډلې پر دېوالونو باندې شعارونه ليکلي وو، چې پکې يې همدې ذکري فرقې ته ګواښونه کړي کړي. اکبر حسين درانى وايي کېداى شي د آواران بېګانۍ پېښه هم له همدې سره تړاو ولري.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG