د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د انتخاباتو کمیسیون د ۲۳۵ محلونو رایې بې اعتباره وګڼلې


د رایو د باطلیدو او نتایجو د جمع بندي پروسې په دوام د انتخاباتو خپلوا ک کمیسیون د پنځه زره محلونو له جملې څخه د دوه سوه ۲۳۵ محلونو رایې باطلې اعلان کړې.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني د یکشنبې په ورځ د رایو د باطلېدو په اړه د څلورمې علني غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې؛ د پنځه زره محلونو له جملې څخه یې دوه سوه اته څلویښت بیا شمیرل کیږي.

ښاغلي نورستاني وویل چې؛ په ۲۳۵ باطل شوو محلونو کې د عادي او خاصو صندوقونو رایې هم شاملې دي او په وینا یې د پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو د بیلولو لپاره کافي دلایل موجود دي.

"د صندوقونو د تفتیش وروسته د هغوی د باطلیدو د پریکړې په اړه ډير دلایل شته؛ د رایو پاڼو په صندوقونو کې له مهر پرته د رایې پاڼو موجودیت او یا دا چې په ځینو صندوقونو کې رایې د طرزالعمل مطابق نښاني شوي نه وې."

د رایو د باطلیدو پروسې له پیل راهیسې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په درېیو علني غونډو کې د ۸۸۳۸ محلونو په اړه چې د ټولو صندوقونو ۳۹٪ فیصده جوړوي؛ خپلې پریکړې اعلان کړي دي.

په همدې ډول د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور د یکشنبې ورځې په یوه جلا خبري غونډه کې وویل؛ د تفتیش پروسې د پیل راهیسې بیا د شنبې ورځې تر ماښامه دې کمیسیون نولس زره اته څلویښت صندوقونه تفتیش کړي چې؛ د ټولو کارول شوو رایو ۸۳ اعشاره ۴ فیصده جوړوي.

د ده په وینا، د پروسې د بشپړېدو لپاره لا هم د ۳۷۸۱ صندوقونو څیړنه پاتې ده چې؛ په وینا یې د د دې صندوقونو د څیړلو لپاره هم کارونه ګړندي شوي دي.

ښاغلی نور وایي چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په غوښتنه د نړیوالو څارونکو شمېر زیات شوی او هڅه کیږي چې، په دې سره دا پروسه په چټکۍ بشپړه شي.

که څه هم تراوسه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو د نتیجو نیټه نه ده ټاکلې؛ خو ویلی یې دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د انتخاباتو نتیجه معلومه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک د انتخاباتو نتیجو ته انتظار دي او نور د انتخاباتو د بهیر اوږدیدل ورته د زغم وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG