د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

امریکا، ناټو او م.م د افغان کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي حکومت په اړه د موافقې هرکلی وکړ


امریکا، ناټو او ملګروملتونو د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړولو د موافقتنامې هرکلی وکړ.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله نن په ارګ کې د یولړ مختصرو مراسمو په ترڅ کې چې ولسمشر کرزي او یوشمېر جهادي مشرانو حضور درلود؛ دغه موافقتنامه لاسلیک کړه.

سپینې ماڼۍ د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې؛ دغه سیاسي موافقتنامه به د افغانستان د سیاسي بحران له ختمولو سره مرسته وکړي او په راتلونکې به د خلکو اعتماد بیرته اعاده کړي.

په بیان کې ویل شوي چې؛ موږ د دغې موافقتنامې ملاتړ کوو او تیار یو چې؛ له نوي حکومت سره مرسته وکړو؛ ترڅو د دې حکومت بریالیتوب یقیني شي.

سپڼه ماڼۍ وایي، هماغسې چې دواړو کاندیدانو د اګست د اتمې نیټې په اعلامیه کې پرې تاکید کړی و؛ د افغانستان خلک د یوه قانوني او اغیزمن حکومت مستحق دي؛ ترڅو هیواد یې یوه ښه راتلونکې ولري.

سپینه ماڼۍ دغه موافقتنامه د افغانستان د یووالي او د دې هیواد د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د یوه مهم فرصت په توګه یاده کړې او پر ټولو افغانانو، سیاسي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې پرفعالانو یې غږ کړی چې؛ په ګډه د همکاري او ارامش لپاره کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري لپاره چې؛ د دې موافقتنامې د رامنځ ته کېدو لپاره یې ډیرې هلې ځلې کړي او دوه وارې افغانستان ته تللی؛ د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړولو موافقتنامه یو بریالیتوب ګڼل کیږي.

جان کري افغانستان ته د مشرتابه د دغه فوق العاده فرصت په خاطر مبارکي ورکړې او هغه یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د شراکت د دوام لپاره د نوي باب پرانستل یاد کړی دی.

جان کري وایي، دواړو کاندیدانو د افغانستان ولس ته لومړیتوب ورکړ او دوی د ملي یووالي د حکومت په رامنځ ته کولو سره د خپل هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د یوه سوله ییز انتقال مساله یقیني کړه.

کري وویل، د امریکا متحده ایالات پرخپلې ژمنې ولاړ دی او د سیاسي انتقال د بریالتوب لپاره د افغان ولس د تاریخي لاس ته راوړنو درناوی کوي.

ملګروملتونو هم د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړلو د موافقتنامې هرکلی کړی دی.

په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر یوناما له خوا په خپاره شوي بیان کې؛ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي خاص استازي یان کوبیش ویلي؛ چې د تیرو میاشتو بې ثباتي د افغانستان پر امنیتي؛ اقتصادي او اداري چارو ډېر منفي اغیزکړی دی.

کوبیش ویلي، د افغانستان په خاطر اوس د دې وخت دی چې؛ ژرترژره د ملي یووالي د حکومت موافقتنامه عملي شي.

هغه ویلي، ملګري ملتونه دې ته ژمن دي چې؛ د افغانستان د نوي حکومت ملاتړوکړي.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن هم د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړولو د موافقت نامې هرکلی وکړ او د هغه قانوني سند د ژر لاسلیک کېدو غوښتنه یې وکړه؛ چې له مخې یې دې سازمان ته اجازه ورکوي چې؛ له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د روزنې ماموریت مخ ته یوسي.

راسموسن وویل، دی دې ته سترګې په لاره دی چې؛ له امریکا او ناټو سره هغه ضروري امنیتي موافقې ژر ترژره بشپړې شي چې؛ دواړو کاندیدانو یې په ویلز کې د ناټو سرمشریزې ته په ګډ پیغام کې د لاسلیک کېدو ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG