د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

ولسمشر اشرف غني احمدزی سعودي عربستان ته ولاړ


د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی نن د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته ولاړ.

د جمهوري ریاست چارواکي وایي، چې ښاغلی احمدزی به په دې سفر کې د عمرې د اداکولو ترڅنګ د هغه هیواد له ولیعهد او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

د جمهوري ریاست چارواکي وایي، چې ولسمشر اشرف غني احمدزی به په دې سفر کې له سعودي چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو په پياوړتیا خبرې وکړې.

د لوړې له مراسمو وروسته دا د ولسمشر لومړنی بهرنی سفر دی.

که څه هم د ښاغلي احمدزي د سفر د اجنډا په اړه ډیر معلومات نه دي ورکړل شوي؛ خو د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي وایي چې د سعودي له ولیعهد او نورو لوړپوړو چارواکو سره به په دوه اړخیزو اړیکوخبرې وکړي.

"طبیعي ده چې د لیدنو کتنو هدف به د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پراختیا؛ د اسلامي نړۍ ستونزو په اړه او همداراز د اسلامي هیوادونو ستونزو ته چې په خواشینۍ سره اسلامي هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي؛ مسالی او د دواړو خواوو د علاقې وړ نور موضوعات وي."

ولسمشر احمدزي د خپل انتخاباتي کمپاینونو پرمهال هم ویلي وو؛ چې د بریالیتوب په صورت کې به لومړی سفر د عمرې د اداکولو لپاره کوي.

له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د اجراییه رییس لومړی مرستیال محمدخان؛ د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ لپاره د ولسمشرځانګړی استازی احمدضیا مسعود؛ د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر؛ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني؛ د افغانستان علماوو سراسري شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس معصوم ستانکزی ملګرتیا کوي.

اټکل کیږي چې ولسمشر احمدزی به له سعودي چارواکو سره له نورو مسالو سربیره د سولې د پروسې په اړه هم خبرې وکړي.

خو له دې سربیره یو شمیر کارپوهان سعودي عربستان ته د ولسمشر سفر خورا مهم ګڼي.

سیاسي کارپوه حاجي سید داود سعودي عربستان ته د ولسمشر سفر له دې اړخه مهم ګڼي چې دغه هیواد د افغانستان د سیاسي مسایلو په حل کې تر پاکستان او نورو هیوادونو خورا اغیزمن رول لري او له سولې او مصالحې سربیره نورې فرهنګي مرستې هم له افغانستان سره کولای شي:

"سعودي عربستان دا توان لري چې هم له مخالفینو سره اړیکې ټینګې کړي او هم د سیمې له هیوادونو سره؛ پاکستانیان وهڅوي چې سیمې کې سوله او ثبات راولي.

بله مساله چې مهمه ده، افغانستان په اقتصادي برخې کې ضرورت لري؛ کیدای شي چې سعودي- افغانستان سره بشري مرستې وکړي؛ د بیارغاونې په برخه کې مرستې او په فرهنګي برخه کې؛ یو شمیر ځوانانو هلکانو ته د مدرسو او پوهنتونو لپاره سکالرشیپونه واخلي."

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم سعودي چارواکو سره ښې اړیکې درلودې او هغه هیواد ته یې سفرونه درلودل؛ خو یو شمیر خلک په دې باور دي چې هغه مهال د سعودي له خوا په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره کړې ژمنې عملي شوي نه دي.

خو اوس مهال له ولسمشر احمدزي څخه د خلکو غوښتنه دا ده چې له سعودي چارواکو څخه د عملي ژمنې موافقې تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG