د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

جرات: هېواد ته په ډله ییز ډول د کډوالو د راستنولو لپاره پروګرام نه لرو


د کډوالو چاروا وزارت ویاند اسلام الدین جرات
د کډوالو چاروا وزارت ویاند اسلام الدین جرات

افغان حکومت د پاکستاني چارواکو هغه خبرې تایید نه کړې؛ چې ویلې یې دي، افغانستان چمتو دی، چې په پاکستان کې ټول افغان کډال خپل هیواد ته ستانه کړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرات د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ روان کال یې په خپله خوښه د پنځو لکو افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره چمتووالی نیول دی:

"افغان حکومت د مهاجرو د په ډله ییزه توګه د راستنېدو لپاره کومه ځانګړې برنامه نه لري؛ سږ کال چې دغه لړۍ پیل شوې؛ موږ پنځه لکه افغان کډوالو د راستنېدو لپاره پوره اماده ګي لرو؛ دا اوس چې زه له تاسو سره خبرې کوم؛ له دواړو ګاونډیو هېوادونونه ۲۷ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي؛ خو موږ تمه لرو چې له څلو تر پنځو لکو پورې راستانه شي."

په راپورونو کې ویل شوي، چې د پاکستان د سرحدونو اوکډوالو چارو وزیر عبدالقادر بلوچ د خپل هېواد له دولتي خبري اژانس "اې. پي. پي" سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان غواړي په پاکستان کې میشت افغان کډوال هېواد ته ستانه کړي.

ښاغلي بلوچ همدارنګه زیاته کړې؛ په همدې هدف افغانستان ته یو پلاوی ځي؛ ترڅو په دې برخه کې یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه کړي.

خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پاکستانی هیات به یوه میاشت وروسته په هغه درې اړخیزه ناسته کې چې د دې هېواد؛ افغان چارواکو او ملګرو ملتونو ترمنځ په کابل کې جوړیږي؛ د ګډون په هدف افغانستان ته راشي.

د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو ترمنځ دې ته ورته درې اړخیزې غونډې له څو کلونو راهیسې جوړیږي او د کډوالو په ستونزو ورکې خبرې کیږي.

افغان حکومت وايي چې سږ کال به د دې ډول غونډې کوربه وي او د هغو یو میلیونو افغان کډوالو؛ په اړه به بحث وکړي، چې په غیر قانوني ډول په پاکستان کې اوسیږي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنیرۍ وایي چې افغان حکومت باید له پاکستانه په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شي؛ نه په زور او جبر.

په افغانستان کې د دې ادارې ویاند نادر فرهاد وايي:

"موږ د تېرو کلونو په څیر د کډوالو چاروله وزارت سره د کډوالو د راستنېدو او ځای پرځای کېدو برخه کې هر ډول مرستې ته حاضر یو؛ په تدریجي ډول او په عزت سره هېواد ته د افغانان د راستېدو هغه مساله ده چې د کډوالو کوربه هېواد پاکستان؛ افغانستان او یو، ان، اچ، سي ار ورباندې تل ټینګار کړی."

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له نړیوالو او کورنیو مرستندویو بنسټونو غوښتنه کوي چې د کډوالو د سرپنا، د هغوی د سفر خرڅ او نورو غوښتنوپه برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د وروستیو راپورنو له مخې دا مهال په پاکستان کې څه باندې دوه نیم میلیون افغان کډوال او په ایران کې یو میلیون شپږ لکه افغان کډوال د اوسېدنې قانوني اسناد لري.

له دې پرته په دې هیوادونو کې له میلیونه زیات غیر قانوني افغان کډوال هم ژوند کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG