د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د پاکستان له پوځه ایستل شوی پوځي "عدیل عبدالقدوس" ووژل شو


د پاکستان پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې هغه پخوانی پاکستانی پوځي وژل شوی چې د ۲۰۰۱ کال د یوولسمې د بریدونو طراح خالد شیخ محمد ته يې په خپل کور کې پناه ورکړې وه.

دوو امنیتي سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط د جرمني خبري اژانس ته ویلي؛ د پاکستان د پوځ دا پخوانی افسر د روانې نومبر میاشتې په ۱۱ نیټه د شمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د راکټي برید ښکار شوی دی.

عدیل عبدالقدوس په ۲۰۰۳ م کال کې وروسته تر هغې د پاکستان له پوځ څخه وویستل شو چې پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمې د حملو طراح خالد شیخ محمد پر راولپنډۍ کې د هغه له کور څخه ونیول شو.

د خالد شیخ تر څنګ د عدیل عبد القدوس له کور څخه د ده ورور احمد عبدالقدوس هم نیول شوی و.

د پاکستان یوې پوځي محکمې د پوځ دغه پخوانۍ افسر ټروریسټانو ته د پناه ورکولو په قضیه ۵ کاله زنداني کړ؛ خو له خوشې کیدو وروسته عدیل عبدالقدوس د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې له القاعده شبکې سره یو ځای شو.

د جرمني خبري اژانس وايي، قدوس په دې ورستیو کې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له خوا له اعلان شوې څانګې سره یو ځای شوی و.

د القاعده د دغې څانګې ویاند عثمان محمد په خپل ټویټر پاڼه ویلي؛ عدیل عبدالقدوس له یوه بل قومندان سره د نومبر په یوولسمه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوې حمله کې وژل شوی دی.

په دې برید کې د القاعده شبکې بل وژل شوی غړی ډاکتر سربلند نومیږي چې د ټپي شویو وسله والو د درملنې مسولیت يې پر غاړه درلود.

امنیتي سرچینو ویلي، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په دغې حمله کې د ډاکتر سربلند دوه ځامن چې ۱۳ او ۱۵ کلونه عمرونه يې درلودل؛ هم وژل شوي دي.

د پاکستان پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د تازه حملو په ترڅ کې د جمعې په ورځ په شمالي وزیرستان کې؛ په دوو بریدونو کې نهه وسله وال چې عربان او ازبکان وو؛ وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG