د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

ولسمشرغني د سارک په سرمشریزه کې د ګډون لپاره نیپال ته لاړ


ولسمشراشرف غني نن سهارد جنوبي اسیا د هېوادونو د همکارۍ د سازمان یا سارک به اتلسمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره د نیپال د پلازمینې کټمنډو په لور وخوځید.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سارک په غوڼده کې د ولسمشرغني ګډون له اقتصادي او سیاسي اړخه مهم ګڼي.

د افغانستان د جمهورریس د ویاند مرستیال فایق واحدي ازادۍ راډیوته وویل چې ولسمشرغني به په دې سفرکې د نیپال له ولسمشر او صدراعظم سره هم وګوري.

یو شمېرافغان کارپوهان وایي، باید د افغانستان په اړه د سارک د غوڼدې ژمنې عملي بڼه ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سارک په سرمشریزه کې د افغانستان ګډون له اقتصادي او سیاسي اړخه مهم ګڼي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق ازادۍ راډیوسره مرکه کې وویل:

″د سارک د همکاریو د سازمان په اوسنی غوڼده کې به پردې خبرې وشي چې افغانستان څنګه د منځنی او جنوبي اسیا د هېوادونو په اقتصادي برخه کې رول لوبولی شي.″

بل خوا د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې ولسمشراشرف غني به چې د سې شنبې په ورځ سهار يي د نیپال مرکزکتماندو ته د سارک د همکاریو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره سفر وکړ په دغه سرمشریزه کې د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې:

″ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشر به په دغه سیمه ییزې مهمې غوڼده کې وینا ولري او د جنوبي اسیا د هېوادونو د همکاریو په اړه د افغانستان د موقف او د لیدلوري په اړه به خبرې وکړي او د دې غوڼدې په څڼده کې به د نیپال له ولسمشر صدراعظم او د یو شمېر نورو ګډونکوونکو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړې.″

د جنوبي اسیا د هېوادونو یا سارک د سازمان چې مرکز یې د نیپال په پلازمینې کټمنډوکې دی د جوړښت هدف د غړو هېوادونو ترمنځ همکاري ګڼل کیږي.

د اقتصادي ودې ګړندي کول، د جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ د کلتوري او ټولنیزو چارو پراختیا او پیاوړتیا د دغه سازمان له اهدافو شمېرل کیږي.

اخوا د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق ازادۍ راډیو سره مرکه کې وویل چې نن به د سارک په سرمشریزه کې چې د بهرنیو چارو د وزیران په سطحه جوړیږي د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر ضراراحمد عثماني ګډون وکړي خو سبا به په دغه سرمشریزه کې د سارک د غړو هېوادونو ولسمشران غوڼده ولري.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰میلادي کال پورې د سارک د هېوادونوو د اتصال په نامه یادیږي او افغانستان په دې برخه کې چې منځنی اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي مهم رول لري.

ښاغلی سراج وایي، په اوسنی غوڼده کې به پردې خبرې وشي چې په دغو کلونوکې له منځنی اسیا نه جنوبي اسیا ته د اورګاډي پټلۍ، ترانزیتي لویه لار او بریښنا څنګه جوړ او غزیږي.

د اقتصادي چاروکارپوه او د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبرپه دې باوردی چې د سارک د غړو هېوادونو په ګډون کوونکي باید په دغه غوڼده کې له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي:

″هغه مسایل چې هلته پرې خبرې کیږي باید بیرته وڅیړل شي چې تطبیق شول او کنه، ډیره توجه ورته نه کیږي.

تاسو وینئ چې افغانستان کې ډیرې سیمه ییزې ستونزې شته هم د ګاونډیانو له خوا که پاکستان او که د ایران له لورې رامنځ ته کیږي، دا چې ولې په اقتصادي یا ترانزیتي برخه یا امنیتي برخه کې شته بیرته ورته توجه نه کیږي.″

د یادولو وړده چې د جنوبي اسیا د همکاریو سازمان اته غړي لري او افغانستان په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د دغه سازمان غړیتوب تر لاسه کړ او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان بامیان ولایت د سارک د لومړني کلتوري پایتخت په توګه ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG