د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د شیرپور د پروژې له پوروړو یو اندازه پیسې ترلاسه شوي


کابل ښاروالې وايي چې د ولسمشرغني ترحکم وروسته یي د کابل د شیرپور د پروژې له پوروړو یواندازه پیسې ترلاسه کړي خو د پیسو دغه حصول په سستی سره پرمخ ځي.

د کابل ښاروالۍ مرستیال انجنییراسلم اکرمي وايي چې د ولسمشر له حکم سره سمه ټاکلې نیټه هم پای ته رسیدلې او تردې دمه یوازې لسوکسانو خپلې پیسې دولت ته سپارلي دي.

بل خوا له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې پخوانی مشر ډاکټر عزیز لودین وايي، فکرنه کوي چې د ملي وحدت حکومت به له دغو زورواکو څخه خپل پور واخلي.

په داسې حال کې چې په دولتي چارواکو او زورواکو باندې د کابل د شیرپور د ځمکو له ویشلو څه باندې لس کاله تېرېږي د کابل ښاروالۍ چارواکي وایي چې د ۱۵۶ کسانو له جملې څخه یوازې لسو کسانو په دې وروستیو کې خپل پورونه دولت ته سپارلي دي.

د کابل ښاروالۍ مرستیال انجنییر اسلم اکرمي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې ۷۰ کسانو تعرفې اخیستي او یوازې لسو کسانو یې د شیرپور د ځمکو پیسې دولت ته ورکړي دي :

″له هغې جملې نه تردې دمه ۷۰ کسانو چې د شیرپور په سیمه کې یې ځمکې اخیستې وې د بانک د تحویلي تعرفې اخیستي.

شاوخوا لسو کسانو خپلې پیسې تحویلې کړي ۲۸ میلیونه افغانی ټولې پیسې دي.

موږ ۲۰ یا ۲۵ ورځې ضرب الاجل ټاکلی وه تیره ورځ مو لوی څارنوالۍ، قضايي او حقوقي چارواکو ته یو مکتوب لیږلی چې که دغه کسان پیسې دولت ته ورنکړي نو څارنوالۍ ته یې معرفي کوو.″

په ۱۳۸۲ لمریزکال کې د کابل د وزیراکبرخان ته څیرمه د شیرپور تاریخي سیمه د حکومت له خوا پر یو شمېردولتي چارواکو وویشل شوه.

په دغه پروژه کې ۲۹۶ نمرې ځمکې د دولت د کابینې پر وزیرانو دولتي معینانو، جهادي قومندانانو او یو شمېر نورو با نفوذه کسانو وویشل شوې.

په دغه سیمه کې یو شمېر بې نقشې او له خټو جوړشوي کورونه د هغه وخت د پولیسو په وسیله ونړول شول او اوسیدونکي یې په زوره له کورونو وویستل شول چې د بشري حقونو د ملاتړو غبرګون یې هم را وپاروه.

کابل ښاروالۍ وایي چې د ۲۹۶ کسانو له جملې څخه ۱۲۹ کسانو تردې دمه د شیرپورد ځمکو پورنه دې ورکړی.

په داسې حال کې چې د ولسمشرغني له خوا د ورکړل شوې حکم نیټه چې یو میاشت وه پای ته رسیدلې ده.

له ادارې فساد سره د مبارزې د ادارې پخوانی مشرعزیزالله لودین وایي، فکرنه کوي چې نوی حکومت به په دې وتوانیږي چې له هغو زورواکو څخه چې د شیرپورځمکې یې اخیستي پیسې حصول کړي:

″زه فکرنه کوم چې د ا اوسنۍ حکومت هم وتوانیږي چې د ملت حقوق دوی نه واخلي.

په شیرپور کې تاسو خبریاست چې ډیر ظلم شوی، دا یوه تاریخي سیمه وه او ځیني خلک اوس په کابل کې شیرچور ورته وايي، چې د شیرانو له خوا چور شوې.

زه فکرکوم یوه قوي اراده په کارده چې هغه سمه قانوني لار ورته پیدا کړي او له دوی نه د خلکو حقوق ترلاسه کړي.″

یو شمېرکسان په دې باور دي چې پخواني حکومت د شیرپور ځمکې په ډیره ارزانه بیه پردولتي چاروکو او جهادي قومندانانو ویشلې وې نولازمه ده چې اوسنی حکومت پردغو کسانو لوړې مالیې وضع کړي.

ځکه د دغو کورونو خاوندان څو، څو کورونه لري او اکثرو یې د شیرپورپه سیمه کې جوړکړي کورونه په لوړو ډالري کرایو یو شمېر بهرنیو موسسو او خلکو ته په کراه ورکړي دي.

راپور: حمیده هارون عثمان

XS
SM
MD
LG