د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

يوسفزى:پر ښوونځي د طالبانو بريد د ترورېزم تر ټولو وحشتناکه بڼه ده


د پاکستان د سياسي چارو ځينې څارونکي په پېښور کې د وسله والو پاکستاني طالبانو وروستى بريد د ترورېزم تر ټولو وحشتناکه بڼه بللې او وايي چې وسله والو په خيبر پښتونخوا کې د ترورېستي پېښو نوې لړۍ پيل کړې چې ښايي بد عواقب به ولري.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې پاکستانيو طالبانو د سه شنبې په ورځ د پېښور ښار په ورسک روډ کې پر يوه ښووونځي چې د پاکستاني پوځ له خوا اداره کېده؛ وسله وال بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د ١٣٢ زده کوونکيو او د ښوونځي ٩ کارکوونکيو او ښوونکو په ګډون پکې لږ تر تر لږه ١٤١ کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول چې ځينې يې لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د دې بريد مسووليت پاکستانيو طالبانو ومانه او دا يې په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو غبرګون او غچ وښود.

د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوه عقيل يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل چې په پېښور کې پر ښوونځي وروستى وسله وال تر ټولو خونړۍ پېښه ده چې په تاريخ کې يې سارى نه ليدل کېږي:

" دوى د هغه Extreme Violence (انتهايي تشدد) د خپلې پاليسۍ اغاز يې کړى. دا چونکې اولنۍ واقعه نه ده، البته په تاريخ کې دا په اول ځل باندې وشول چې په دومره غټه شمېره باندې هغه ماشومان چې د هغوى عمرونه د ٥ کالو نه تر ١٤-١٥ پورې وو؛ دوى يې په اجتماعي طور باندې په ډېرې بې دردۍ سره په نښه کړي دي.

د دې نه مخکې هم دغسې واقعات کېدل؛ خو هغه به يا په فورسز کېدل، يا به په سياسي اجتماعات کېدل او يا به په سياسي کارکنانو کېدل؛ په اول ځل په دنيا کې په دومره غټه پيمانه باندې په مختصر وخت کې په ډېرې بې رحمۍ سره دوى ماشومان په نښۀ کړل. دا د ترورېزم چې تراوسه پورې کومه سلسله روانه ده؛ دا په کې تر ټولو بدترينه وحشتناکه واقعه ده."

په پېښور کې پاکستانيو طالبانو په داسې حال کې پر ښوونځي خونړى بريد وکړ چې پاکستانيو ځواکونو د جون له ١٥مې نېټې راهيسې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان او همداراز په خيبر ايجنسۍ کې پوځي عمليات پيل کړي.

دوى ادعا کوي چې په دغو عمليات کې سلګونه کورني او بهرني وسله وال وژلي او د هغوى فعاليتونه يې ټکني کړي دي.

خو پاکستانيو طالبانو په پېښور کې پر ښونځي دا بريد هغه سيمه کې کړى چې نظامي سيمه ده او شاوخوا يې د پاکستاني پوځيانو دفترونه؛ دولتي ودانۍ او همداراز د دې هېواد د استخباراتي شبکې سيمه ييز دفتر پروت دى.

عقيل يوسفزى وايي چې که څه هم په شمالي وزيرستان کې د پاکستانيو ځواکونو عمليات روان دي؛ خو طالبان اوس هم د دې وړتيا لري چې هر ځاى يې خوښه وي؛ په نښه يې کړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستاني طالبانو ولې د ماشومانو ښوونځى په نښه کړ؛ عقيل يوسفزي وايي:

"د دوى په ذهن کې دا خبره وه چې په دې سکول کې به د ارمي د افسرانو او اهلکارانو بچي سبق وايي؛ هغوى ته به زور ورسي، خو بل طرفته حقيقت دا هم دى چې په دې کې پنځوس فيصده ماشومان چې وو؛ هغه د عامو خلکو وو او پنځوس فيصده په کې د ارمي د افسرانو بچي وو.

نو مجموعي طور له دوى يو طرفته ارمي نه د بدل اخيستو يو کوشش وکړو او دا پېغام يې ورکړ چې که تاسو پر موږ اپرېشنونه کوئ؛ نو موږ به ستاسو بچي او کورنۍ هم په نښه کوو او ستاسو سکولونه به هم په نښه کوو؛ نو بل طرفته يې عام ولس ته هم دا يو پېغام ورکړ چې که تاسو د دغه اپرېشن يا د ارمي يا د حکومت پلويان يئ؛ نو تاسو خو پرېږدئ ستاسو بچي په سکولونو کې هم بچ پاتې نه شي. نو زما په خيال دا يو ډېر خراب وضعيت دى."

د پاکستان صدراعظم نوازشريف پر ښوونځي د طالبانو بريد وحشتناکه وباله او هوډ يې څرګند کړ چې اوس به د ښو او بدو طالبانو له توپير پرته د هغو ټولو ترهګرو پر ضد د وروستي ترهګر تر ځپلو پورې عمليات دوام ولري چې په سيمه کې مېشت دي او له دې ځايه ترهګريز فعاليتونه ترسره کوي.

د يادونې وړ ده چې که له يوې خوا پاکستاني حکومت د پېښور د پېښې په تړاو په خيبر پښتونخوا کې درې ورځنى ملي ماتم اعلان کړى؛ نو له بلې خوا د پېښور اوسېدونکي؛ مدني فعالان او د ځينو ملتپاله سياسي ګوندونو غړي له حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې د ترهګرو د ځپلو لپاره کوټلې تګلاره جوړه کړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG