د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

افغان کډوال: پوليس مو سره له اسنادو له کورونو وباسي


د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور او همداراز د دې ايالت په بېلابېلو ښاري سيمو او په کيمپونو کې مېشت افغان کډوال وايي چې په پېښور کې پر ښوونځي تر حملې وروسته يې سيمه ييز پوليس او د دې هېواد نورې امنيتي ادارې ځوروي چې له امله يې دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د متحده عالي شورا غړيو او همداراز د دې ايالت د بېلابېلو افغان کډوالو کميپونو مشرانو د دوشنبې په ورځ په پېښور پريس کلب کې يو بېړنى خبري کنفرانس وکړ او د خيبر پښتونخوا له ايالتي او د پاکستان له مرکزي حکومته يې غوښتنه وکړه چې د دوى بې ځايه تنګول دې ودروي.

دوی شکايت کوي چې د قانوني اسنادو پر لرلو سربېره په خېبر پښتونخوا کې له کرایې کورونو وېستل کېږي او پوليس يې د کورونو پر مالکانو هم فشار اچوي چې افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د متحده عالي شورا سرپرست مشر حاجي بريالي غونډې ته په وينا کې وويل چې په پېښور کې تر وروستي بريد وروسته يې په داسې حال کې پوليس تنګوي چې قانوني اسناد لري او په هېڅ ډول ترهګري پېښو کې لاس نه لري.

نوموړي په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"په ټول خيبر پښتونخوا کې زموږ مهاجر ډېر زيات په تکليف دي. د کارت سره يې پرچه کوي، په حوالاتو کې پرې شپه تېروي، نو موږ وايو چې دا تاسو چې کوم کارت ورکړى؛ تاسو د دې حيثيت په خپله له منځه وړئ.

که کوم يو سره د دهشتګردۍ يا کوم جرم ثبوت وي؛ هغه موږ وايو چې کارت والا سره وي، که بې کارته سره وي، هغه خو مجرم دى، د هغه موږ دفاع نه کوو؛ خو د دغو خلکو چې په کور کې ورته دروازه وهل کېږي؛ راوباسي يې او حوالاتو ته يې وړي، موږ د دغه غندنه کوو او خپه يو پرې.

د خيبر پښتونخوا حکومت نه غواړو چې په دې هکله لږه نرمي ښکاره کړي؛ ځکه خلک روان دي ځي. داسې خلک شته، چې له صوابۍ نه يې ماته وويل چې دومره بهر نه شو راوتلى چې خپله بوساړه خرڅه کړو؛ خپله چيلۍ خرڅه کړو، بايد دومره وخت موږ ته راکړي، چې خپل مال متاع خرڅه کړو او وطن ته لاړ شو."

د خيبر پښتونخوا د صوابۍ د افغان کډوالو د کيمپ مشر محمدا ګل وايي چې په دې کيمپ کې ټول خلک د "يو اين ايچ سي ار" او پاکستاني حکومت له خوا ورکړل شوي قانوني اسناد لري؛ خو بيا يې هم پر کورونو پوليس چاپې وهي؛ په بېلابېلو پلمو يې ځوروي، حوزو ته يې وړي او روپۍ ترې اخلي.

نوموړي له افغان دولته وغوښتل، چې د افغان کډوالو د ستونزې په لړ کې دې جدي اقدامات وکړي:

" د پاکستان له حکومت نه غواړو، چې موږ دلته ٣٣ کاله ډېر ښه وخت تېر کړى، زموږ غم و ښادي شريکه دي، موږ دلته ډېر خوشحاله يو. د افغانستان له حکومته غواړو، چې خلک په دې شنه ژمي کې روان دي، هلته په وطن کې کور او سر پناه نه لري، خو هم روان دي ځي، نو بايد څه غم يې وخوړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د کورمې ایجنسۍ چارواکيو هم په دې سيمه کې مېشتو افغان کډوالو ته ګواښ کړی چې په درې ورځو کې دې، هېواد ته ستانه شي.

په پېښور کې د افغان کډوالو پخوانى رييس حميد جليلي بيا د پاکستان پر مرکزي او صوبايي حکومتونو غږ وکړ چې افغان کډوال په هېڅ ډول ترورېستي فعاليتونو کې لاس نه لري؛ بلکې دوى په دواړو هېوادونو کې امن غواړي:

"مهاجرين پر امنه خلک دي، امن غواړو په خپل ملک کې يې غواړو، په دې ملک کې يې غواړو. د دواړو ملکونو په ابادۍ کې موږ يو جُز يو. په دې اساس د دې ملک نه (پاکستان نه) غواړو چې کوم مهاجرين چې هغوى د POR کارتونه لري او د دې کال تر پايه کولاى شي چې دلته پاتې شي، خو متاسفانه چې دوى ورته اجازه ورکړې، کارت يې ورکړې، بيا هم هره ورځ سلګونه افغانان نيول کېږي؛ نيول کېږي، ځينې بارډر پاس کېږي او ځينې نور بيا په نورو لارو ځان خلاصوي. موږ له حکومته غواړو چې په دې لړ کې جدي پاملرنه وکړي."

په پېښور کې افغان کډوال تر هغې وروسته د پوليسو له خوا ډېر ځورول کېږي چې پاکستاني طالبانو د تېر کال د ډسمبر په١٦مه نېټۀ په پښور کې پر يوه پوځي ښوونځي وسله وال حمله وکړه او ١٥٠ کسان يې ووژل.

تر دغه بريد وروسته د خيبر پښتونخوا ايالت اعلان وکړ چې په يو مياشت کې به له دې ايالته افغان کډوال وباسي او خپل هېواد ته به يې ولېږي.

په پېښور کې افغان وکيل التجار ډاکټر ميرويس يوسفزى وايي چې د خيبر پښتونخوا د صوبايي حکومت تر دغه اعلان وروسته په پېښور کې مېشت افغان سوداګر له سختو ستونزو سره مخ شوي چې په ترڅ کې يې د دوى او افغانستان اقتصاد ته زيان اوښتى:

"تجارات ته يې زيان رسولى دى، بلکې دلته ډېر تجاران نيول شوي دي؛ موږ ته په دې اړه ډېر زيات ټليفونونه هم شوي دي. هغه تجاران چې هغوى په قانوني توګه دلته راغلي دي؛ له کارخانو نه چې ترڅو صدر ته سپېشل برانچ دفتر ته رارسېږي؛ په لاره کې نيول شوي، په زندان کې پراته دي او يا تر صدره پورې چې دوى رارسېږي؛ دوى نه پوليس زر- يو نيم زر کلدارې اخلي، چې دا د افغانستان اقتصاد ته ډېر سخت زيان دى."

د ملګرو ملتونو د سازمان د احصايې له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ١٦ لکه راجستر شوي افغان کډوال اوسېږي چې د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتو د سازمان د درې اړخیزې موافقې پر اساس؛ روان کال د ډسمبر تر پايه په دې هېواد کې د اوسیدو حق لري.

که څه هم د پاکستان حکومت وايي چې په دې هېواد کې بۀ مېشت ټول افغان کډوال د روان کال تر پايه هېواد ته ولېږي، خو د ملګرو ملتونو سازمان او افغان حکومت لا تر دې دمه د دوى ددغې پريکړې په اړه څه نه دي ويلي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG