د ارزګان سرپرست وايي شجاعی چې د بشري حقونو په سرغړونو او وژنو تورن دی د امنیتي ځواکونو د نه همغږی له امله نه نیول کیږي .
امان الله تیموري وايي چې په نږدې وختونو کې شجاعي له خپلو ملګرو سره په خاص ارزګان او یو شمیر هزاره میشتو سیمو کې لیدل شوی دی .
په وروستیو کې ټولنیز و شبکو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې حکیم شجاعي غواړي له افغانستان څخه وتښتي .
بل لورته په ولسي جرګه کې د ارزګان استازی عبیدالله بارکزی هم د شجاعي د تيښتې احتمال نه ردوي خو وايي بر عدلي او قضايي ادارو غږ کوي چې دی دې ممنوع الخروج اعلان کړي .
په دې اړه له کابل نه د حمیدې هارون عثمان راپور .