د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

د کورنیو چارو وزارت وايي داعش په افغانستان کې وده نه شي کولای


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې وده نه شي کولای.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د اسلامي دولت کسانو خپل فعالیتونه ان د کابل شاه خواته رارسولي دي؛ خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې یادې ډلې ته په افغانستان کې د پښې اېښودلو ځای نشته.

د دې وزارات ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ په خپله اوونیزه خبري غونډې کې وویل؛ داعش یا د اسلامي دولت ډله داسې مفکوره لري چې په افغانستان کې یې خلک نه خوښوي او افغانان به یې په وړاندې ودریږي:

"داعش یوه داسې مفکوره ده چې په افغانستان کې یې څوک نه خوښوي؛ داعش نه شي کولای په افغانستان کې وده وکړي؛ افغانان یې پر وړاندې یو موټي دي او یو موټی به پاتې شي؛ داسې کسان شته چې ځانته داعشیان وايي؛ په هرنامه چې وي نه شي کولای په افغانستان کې فعالیت وکړي؛ افغانان به هیچاته اجازه ورنه کړي؛ چې په خاوره کې څوک فعالیت وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ځینو ولایتونو په نا امنه سیمو کې یوشمېر وسله والو د اسلامي دولت په پلوي د هغوی تور بېرغونه پورته کړي او ځانونه یادې ډلې ته وفادار ګڼي.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې یاد کسان هغه طالب جنګیالي دي چې یا خو طالبانو شړلي او یا یې هم له هغوی لاره بېله کړې ده.

په ورته وخت کې د امنیتي او سیاسي چارو افغان کارپوهان وايي چې افغانستان له جغرافیوي پلوه د جنګیالیو لپاره خوندي سیمه ده؛ دا چې د اسلامي دولت ډله له عقیده وي پلوه له افغانانو سره ستونزې لري؛ نو په افغانستان کې به د دوی فعالیتونه ټکني وي.

د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني ازادۍ راډيوته وویل؛ افغانان مقدسو ځایونو ته زیات احترام لري؛ خو د اسلامي دولت ډله د دوی برعکس مفکوره لري:

"له شک پرته زموږ خلک سپیځلو ځایونو لکه دیني مراکز زیارتونو؛ فرهنګي او دیني مقدس ځایونو ته زیات احترام لري؛ دا هغه څه دي چې داعش یې مخالف دی او برعکس یې عمل کوي؛ د وهابیت تجربو ته په کتو ویلای شو چې د امارت په پرتله خلک ورته اندېښمن او ورته د منلو وړ نه دي."

بل خوا د چارو یوشمېر کارپوهان وايي؛ دا چې په افغانستان کې د سواد، بېوزلۍ او د درک کچه ډېره ټیټه ده؛ ځینې نړیوالې او دسیمې استخباراتي کړۍ کولای شي؛ د دین په نامه له د دوی له عقیدو ناوړه ګټه پورته کړي او د خپلو اهدافو لپاره یې وکاروي.

افغان ولسمشر اشرف غني هم په افغانستان کې د داعش یا د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه.

د امنیتي او سیاسي چارو افغان کارپوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې داسلامي دولت په نامه د راټکوکېدلې ډلې په وړاندې جدي ګامونه اوچت کړي.

دوی وايي وړاندې له دې چې یاده ډله په افغانستان کې خپل ورانکاري فعالیتونه پراخ کړي باید په نښه او له منځه یو وړل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG