د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

صدیقي: د جلال آباد په څېر خونړۍ پیښې افغانان د داعش پر وړاندې لا سره یو موټی کوي


د کورنیو چارو وزارت وایي چې د جلال آباد په څېر خونړۍ پیښې افغانان د داعش په وړاندې لا سره یو موټی کوي.

په جلال آباد کې وروستۍ خونړۍ حملې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې په غاړه واخیست؛ د خلکو هغه شک په یقین بدل کړ چې د داعش د فعالیتونو په اړه یې درلود.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، دا ډول حملې د داعش پر وړاندې افغانان لا یو موټي او اراده یې پیاوړې کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جلال آباد په څېر حمله چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې په غاړه واخیست؛ څه پیغام لري، داسې وویل:

"تروریستان هیڅکله پیاوړي نه دي او هیڅکله او په هیڅ ځای کې قوي نه وو.

موږ افغانانو په تېرو دیارلسو کلونو کې قوي اراده ښودلې؛ نن هم پیاوړي یو، غږ مو اوچت دی او انشاءالله دېرش میلیونه افغانان به د دې تروریستي شبکو پر وړاندې چې محدود دي مبارزه وکړو او خپل هېواد به وژغورو."

د تیرې شنبې په ورځ په جلال آباد ښار کې په یوې خونړۍ انتحاري حمله کې څه باندې دیرش کسان ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول.

پخوا تر دې حکومت د داعش د موجودیت په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره کړي؛ خو دا لومړی ځل دی چې د داعش ډله د یوې حملې مسوولیت مني.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي نیکولاس هیسم بیا وایي؛ افغان حکومت ته په کار ده چې د داعش د موجودیت په اړه څیړنه وکړي:

"موږ تراوسه نه شو ویلی چې د داعش موجودیت به د بشري حقونو نقض نور هم زیات کړي؛ داعش په افغانستان کې فعالیتونه پيل کړي؛ خو د څرنګوالي په اړه یې ضد او نقیض څرګندونې کیږي؛ څوک وایي، دا د داعش اصلي پدیدې دي او څوک وایي؛ پخواني وسله وال دي، خو یوازې یې بیرغ بدل کړی؛ دا ټول مسایلو څیړنو ته اړتیا لري."

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي چې حکومت باید هغو راپورونو ته ارزښت ورکړي؛ کوم چې په افغانستان کې د داعش د ډلې د موجودیت په اړه ورکول کیږي.

ښاغلی کوهستاني وایي، که حکومت غواړي چې د دې ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي؛ باید له پاکستان سره په خپل سیاست کې بدلون راولي او دا ځکه چې داعش تمویلوي:

"مالي مرستې له پاکستان نه کیږي؛ د خلیج هېوادونو له لارې انتقالیږي؛ باید پاکستان له دې قضیې سره جدي چلند وکړي؛ که غواړي داعش د طالبانو ځای ناستی کړي او په خپله یې مشري وکړي؛ څه نا څه باید افغان حکومت خپل سیاست د پاکستان پر وړاندې بدل کړي."

یو شمېر وسله والو د لڼدو ویډیو ګانو او تبلیغاتو له لارې ځانونه په افغانستان کې د داعش د ډلې غړي معرفي کړي او ډېر شمېر خلک دا راز تبلیغات ویروونکي ګڼي.

د چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې دا له طالبانو هغه جدا شوي وسله والو دي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته لېوال نه دي او غواړي په افغانستان کې د بهرنیو په لمسون جګړې ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG