د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

دیني عالمان وايي ښکېلې خواووې باید جنګ بس کړي


افغان دیني عالمان وايي په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره باید ښکېلې خواوې د خلکو غوښتنو ته چې جنګ ته بس ویل دي؛ غاړه کیږدي.

په هېواد کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره دیني عالمان د جنګ په ښکیلو خواوو غږ کوي چې جګړه او افغان وژنه د حل لارنه ده؛ بلکې باید ښکېلې خواوې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

لسګونو دیني عالمانو چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې راټول شوي وو؛ په هېواد کې د امنیت پر تامین ټينګار وکړ او ویی ویل چې دا کار د وینې تویولو له لارې ممکن نه دی بلکې ښکیلې خواوې باید په خپل دریځ کې نرمښت راولي.

د اسلامي دعوت په نوم د بنسټ مشر سیدعبدالهادي هدایت د علماوو شورا دې غونډې ته وویل؛ د خلکو غوښتنه دا ده چې د اسلامي ارزښتونو په خاطر دې په هېواد کې امنیت تامین شي او باید دې غوښتنې ته لبیک وویل شي:

((په افغانستان کې سوله د دواړو لوریو له خوا لا له وړاندې شرطونه لري؛ موږ او ملت هغه وخت کولای شي؛ سولې ته لار پیدا کړي چې د دواړو لوریو یواځې معقول شرطونه په نظر کې ونیول شي.

که واقعاً موږ رښتیا غواړو د خدای او اسلام په خاطر سیاسي اسلامي نظام جوړ کړو؛ نو دا کار په وینو تویونو او وژنو ممکن نه دی.))

نوموړي وویل د دې کار لپاره باید حکومت عملي او رسمي اقدامات وکړي او وسله وال طالبان دې هم له خونړیو حملو لاس واخلي.

افغان دیني عالمان په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره په مسلسله توګه داسې غونډې کوي او تردې وړاندې یې هم په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواوو نه غوښتي چی جنګ ته شاه او سولی ته مخه کړي.

خو پوښتنه دلته دا ده چې ولې د علماوو غوښتنې نتیجه نه ورکوي.

دیني عالم مولوي نبي الله دې وایي:

((که په واقعیت سره دولت وغواړي سوله تامین کړي؛ له بلې لارې نا ممکنه ده؛ مګر دا چې دیني عالمان ورته کار وکړي او په همدې ډول که دولت د هغه څه مخنیوی وکړي چې د سولې د خبرو مخه نیسي؛ نو د حکومت او دولت ژبه اوږده ده.))

مولوي عبدالمتین بل دیني عالم وايي؛ اسلام په سوله ټينګار کوي، خو د دې کار لپاره باید دواړه لوري عملي اقدامات وکړي.

((اسلام امنیت غواړي، خو مهمه دا ده چې دلته عملي جنبه څه ده؛ موږ په خوله تل وایو چې سوله غواړو خو باید عملي داسې ګام پورته شي چې خلکو ته ځواب ویونکی وي.))

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د علماوو شورا هم د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر وسله والو طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی و؛ خو وسله والو طالبانو د اوربند خبره رد کړې ده.

بل خوا د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا تل ټینګار کړی چې د دیني علماو رول د سولې په تامین کې مهم دی او باید ټول د دې ارمان لپاره کار وکړي.

په همدې حال کې کارپوهان وايي چې دامهال د سولې لپاره تر بل هر وخت زمینه مساعده شوې او د دوی په خبره د طالبانو په موقف کې هم بدلون راعلی او ممکن له ځينو وړو مسایلو تیریدل د سولې رسمي خبرو ته لار هواره کړي.

راپور: یوسف خان

XS
SM
MD
LG