د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

لېوال: د افغانستان هېرول د سیمې د بربادۍ معنی ورکوي


د افغانستان ولسي جرګه او سیاسي کارپوهان د دغه هېواد په اړه د ملګرو ملتونو د خاص استازي اندیښنه پر ځای بولي.

که افغانستان په اوس وخت کې یواځې پرېښودل شي؛ د سیمې ټول هېوادونه به د اسلامي دولت ډلې او وسله والو طالبانو له خوا له خطر سره مخ شي.

ولسي جرګه او سیاسي کارپوهان د یادې مسالې په مطرح کولو سره وايي چې نړېواله ټولنه باید هیڅکله په اوسنیو شرایطو کې افغانستان هېر نه کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیراحمدزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي نیکولاس هیسم هغه اندېښنه پر ځای بولي چې که نړېواله ټولنه افغانستان هېر کړي په دې هېواد کې به ناورین رامنځته شي.

ښاغلي احمدزي د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

((افغانستان له یوه نوي ګواښ سره مخ دی چې هغه داعش نومیږي. داعش یواځې د افغانستان زېږنده نه ده؛ دا نړېواله موضوع ده. که زموږ پخواني دوستان او خارجي همکاران له افغانستان سره بلامعاوضه مرسته ونه کړي؛ په خاصه توګه زموږ هوايي ځواک غښتلی نه کړي؛ همدارنګه په امنیتي سکتور کې له موږ سره همکاري ونه کړي؛ دا خطر د ډېرو هېوادونو لپاره متوجه دی. نو په دې مواردو کې د دوی تشویش په ځای بولم.))

ښاغلي احمدزي یو بل ټکی هم یاد کړ چې نړېواله ټولنه لکه څنګه چې اړتیا ده؛ هغومره افغانستان ته لېوالتیا نه لري؛ خو که په رښتیا هم دا هېواد هېر شي؛ دا کار به ډېر ستونزمن تمام شي.

د ملګرو ملتونو خاص استازي نیکولاس هیسم د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړی؛ که نړېواله ټولنه افغانستان هېر کړي؛ پایلې به یې ډېرې خطرناکې وي او شته لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي.

اخوا سیاسي کارپوهان ټینګار کوي چې د افغانستان هېرول د سیمې د بربادۍ معنی ورکوي او نړېوالې ټولنې دا خطر احساس کړی دی.

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس غفور لېوال آزادي راډیو ته وویل؛ که نړېواله ټولنه افغان حکومت له یاده وباسي؛ نو ټوله سیمه به له جدي ننګونو سره مخ شي.

((نړۍ مجبوره ده چې له افغانستان سره پاتې شي. ځکه چې د افغانستان انزوا دا ځل د پخوا نسبت ډېره خطرناکه ده. هغه هم د دې لپاره چې په سیمه کې نوې خطرناکه ډلې رامنځته شوي دي او د افغانستان شاوخوا ټولې سیمې زیان مننونکې دي. منځنۍ آسیا تر روسیې پورې، ایران او جنوبي اسیا.))

ښاغلي لېوال همداراز وویل چې نړیوالې ټولنې د اوسني حکومت جدیت درک کړی؛ خو په کار ده چې افغان پوځ پياوړی کړي او د ظرفیت په جوړولو کې ورسره کلکه همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو خاص استازي ښاغلي هیسم هم ټينګار کړی چې افغانان اوس تر بل هر وخته د نړېوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.

اخوا د افغان حکومت اجراییه ریاست وايي چې د نړېوالې ټولنې جدي مرستو ته اړتیا ده او په دې برخه کې نړېوال په خپلو ژمنو ولاړ دي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو خاص استازي په حقیقت کې د افغان دولت په غوښتنو ټینګار کړی دی:

((افغانستان په یوه داسې وضعیت کې دی چې د نړېوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري. دا خبره په خپله د ملګرو ملتونو استازي هم کړې ده چې دا د افغانستان د حکومت د هغې خبرې تصدیق دی چې موږ د اوږدمهال لپاره د نړېوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لرو. تر څنګ یې زموږ نړېوالو متحدینو تل په دې اړه بحث کړی چې افغانستان به یواځې نه پریږدي او دا هېواد به هغه حالت ته ستون نه کړي چې یو ځل ستون شوی و. نو موږ له نړۍ څخه تضمین لرو.))

ښاغلي فیصل زیاته کړه نړۍ باید تر هغو له افغانانو سره و اوسي چې په ټولو برخو په خاصه توګه له پوځي پلوه خود کفا شي.

افغانستان په داسې حال کې له ننګونو سره مخ دی چې ګاونډي هېوادونه یې تل ګرم بلل شوي چې په نا امنیو کې لاس لري او ویل شوي؛ که د امن او سوکالۍ راوستو ته یې جدي پام ونه شي په راتلونکې کې به حالت له کنټروله ووځي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG