د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۲

د جګړې ډګر ته په وخت د کمکي ځواکونو نه رسیدل اندیښنې زیږولي


د ولسي جرګې یو شمېرغړې او سیمه ییزچارواکي د جګړې ډګرته په وخت د کمکي ځواکونو د نه رسیدو خبره کوي.

دوی وایې چې که دولت دې ستونزې ته جدي پام ونه کړي نو ښایې وسله وال مخالفین د زیاتو سیمو په ترلاسه کولو بریالي شي.

د حکومت د وسله والو مخالفینو لاس ته د امنیتي پوستو او ان ولسوالیو د سقوط یو لامل په وخت له مرکزه د کومکي ځواکونو نه استول بلل کیږي.

د ولسي جرګې ځيني غړي له همدې امله پرحکومت انتقاد کوي چې په خپل وخت د جګړې ډګرته د اضافي ځواکونو په استولو اقدام نه کوي او دا د دې لامل ګرځي چې ځيني سیمې د دښمن لاس ته ولویږي.

په ولسي جرګې کې د فاریاب استازي فتح الله قیصاري له ازادي راډيو سره خبرو کې د دولت له خوا دغه ولایت ته د مرستې رسولو موضوع ردوي:

((دولت کمه پاملرنه کوي. دا دروغ دې چې دلته او هلته یې مرستې رسولي. که دولت پام ونه کړي فاریاب ۹۹ فیصده له خطر سره مخامخ دی.

خلک په دې نظر دي چې دولت قصدا مرسته نه کوي د دې لپاره چې شمال سقوط وکړي.))

له دې مخکې د دغه جرګې بلې غړې فوزیې روفي د فاریاب د سرپرست عبدالستار بارزپه حواله ویلي وه چې وړمه شپه وسله والو په دغه ولایت کې څلور پوستې ونیولې خو له مرکزسره د بیا بیا تماسونه با وجود کومه مرسته ورته ونه رسیده.

تردې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې هم پر سیمه ییزو پولیسو د طالبانو برید ساعتونو دوام وکړ چې په نتیجه کې یې دیرش پولیس ووژل شول.

د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم د ملي اردو مرسته د دغه ولسوالۍ په ژغورنه کې ګټوره وبلله خو د مرستې د ځنډ په اړه یې داسې وویل:

((جنګ د شپې په یوه بجه پيل شو په سبا سهار نهه نیمو بجو زموږ اولې پوستې سقوط وکړ.

ولې د مازدیګر په پنځو شپږو بجو د اردو طیارې را ورسیدلې او اردو یې را ښکته کړله.))

اخوا د کورنیو چارو وزارت وایي چې حکومت تل دا کوښښ کړی چې جګړه ځپلو سیمو ته په وخت مرستې ورسوي.

خو د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې برخه کې ځينې ستونزې هم تاییدوي:

((په دې کې شک نشته چې د وخت یوه ستونزه شته. دا چې په وخت رسیږي که نه، دا یو له ستونزو څخه دي چې موږ ورسره مخامخ یو.

اما په مجموع کې کوښښ کوو چې له خپلو امکاناتو څخه کار واخلو او یوې سیمې ته ځانونه په وخت و رسوو او ستونزه حل کړو.))

له دې مخکې له بدخشان، کندز، هلمند او نورو جګړه ځپلو ولایتونو څخه هم ورته شکایتونه موجود ول.

د پوځي او سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني په دې باور دی، چې حکومت باید د سیمه ییزو امنیتي ادارو صلاحیتونه زیات کړي او یواځې د مرکز انتظار و نه باسي.

دی وایې، دا کار ځکه مهم دی چې سیمه ییز امنیتي ځواکونه په دې سره کولای شي په خپل وخت د وسله والو حملې شنډې کړي او د زیاتو تلفاتو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG