د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

په بدخشان کې د افغان پوځیانو د تسلیمۍ او خوشې کېدو ترشاه دسیسه


ګل محمد بېدار د بدخشان ولایت مرستیال والي
ګل محمد بېدار د بدخشان ولایت مرستیال والي

د بدخشان ولایتي چارواکي په وردوج ولسوالۍ کې د دولتي سرتېرو د تسلیمۍ او خوشې کېدو د قضیې ترشا د یوې دسیسې خبر ورکوي.

د بخشان په وردوج ولسوالۍ کې د روان کال په پیل کې د ملي اردو د څه باندې دېرشو سرتېرو د اتلولۍ او د وسله والو طالبانو له خوا د هغوی د سرونو د غوڅېدو کیسه په ټول افغانستان کې خوله په خوله ګرځېده؛ خو له همدې ولایت څخه دا ځل د خیانت راپورونه راځي.

د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو مخکې ویلي وو چې د وردوج ولسوالۍ په تیرګران سیمه کې له سلو زیات پولیس له څلورو ورځو مقاومت وروسته وړمه شپه له وسله والو طالبانو سره یوځای شول؛ خو پرون یکشنبې همدې چارواکو د طالبانو له خوا د اسیرو سرتېرو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بېدار وايي؛ د تیرګران پوځي مرکز چې سرتېري یې تسلیم او بیا خوشې شول؛ د ولسوالۍ په شل کیلومتري واټن کې موقعیت لري؛ زیات شمېر سرتېري او کافي مهمات او اکمالات یې درلودل.

((دغه پوځي مرکز د وردوج ولسوالۍ په شل کیلومترۍ کې پرته ده او هلته دوه سوه نفره سرحدي پولیس؛ امني پولیس او محلي پولیس موجود وو.

په کافي اندازه غذايي مواد، اوبه، وسله او مهمات موجود وو او حتی تر درېیو میاشتو دوی کولای شوای چې جنګ وکړي. اما چون پولیس محلي دي، له طالبانو سره یې مخکې روابط درلودل او د دې انتظار یې اېسته چې که سخته ورځ راغله او وزنه د طالبانو خوا ته درنه شوه؛ نو دا ارتباط به ګټه راته وکړي او بالاخره د طالبانو خواته به ولاړ شو.))

په وردوج ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو مشر قوماندان جلال دی چې د چارواکو په وینا؛ له طالبانو سره یې لاس درلود او د تیرګران د پوستې پولیس د ده په هڅونه تسلیم شول.

ویل کېږي چې جلال د جمعیت اسلامي تنظیم له قوماندانانو څخه دی. د بدخشان مرستیال والي ښاغلی بېدار وايي چې د جلال په مشرۍ د سیمه ییزو پولیسو تسلیمۍ د سرحدي پولیسو روحیات هم کمزوري کړل.

((اول قوماندان جلال له خپلو شپږو نفرو سره تسلیم شو او دې کار د سرحدي پولیسو او امنيتي پولیسو پر روحیې منفي اغېز وکړ او حتی قوماندان جلال ته یې په غاړه کې ګلونه واچول؛ خلع سلاح یې نه کړ او ممکن په راتلونکي کې د طالبانو د یوه سرګروپ په توګه د دولت په مقابل کې استفاده هم ترې وکړي.))

د راپورونو له مخې د پوستې د تسلیمولو یو شرط دا و چې پولیس به نه وژل کېږي او د ښاغلي بېدار په وینا همداسې هم وشول.

بدخشان ولایت د فاریاب ترڅنګ د هېواد په شمال کې د وسله والو د حملو مهم ډګر دی چې ویل کېږي بهرنيان هم ګډون په کې لري.

XS
SM
MD
LG