د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

د سوریې حکومت اردو د پرسونل له کمښت سره مخامخ شوې


د سوریې ولسمشر بشارالاسد وايي؛ د دې هېواد اردو له دې کبله چې د نظامي پرسونل له کمښت سره مخامخ شوه؛ ځينې سيمې يې له لاسه ورکړې.

د سوريې ولسمشر بشارالاسد نن ومنله چې په اردو کې د پرسونل د کمښت له کبله يې ځينې سيمې له لاسه ورکړې؛ خو ده دا هم وويل چې د هېواد اردو يې د ملت د دفاع توان لري.

اسد ژمنه وکړه چې په دې جګړه کې به ګټونکی لور وي.

د سوريې ولسمشر بشارالاسد نن په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل چې د هېواد اردو يې د انساني ځواک له کمښت سره مخامخ ده؛ خو دا مساله په دې مانا نه ده چې د سقوط په اړه دې خبرې وشي.

اسد وويل، د ځينو سيمو اوسېدونکو له اردو سره د مرستې په هدف، وسلې اخيستي او دا مساله د جګړې په اړه په تصميم نيولو کې برخه لري. د جنګي کسانو د کمښت له کبله، سوريه د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې پر وفادارو مليشو اتکا کوي.

د سوريې د ارودو د پرسونل شمېر په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې له پيله مخکې ۳۵۰ زره وو او اوس تر ۲۰۰ زره راکمه شوی دی.

اسد وويل، د هېواد اردو يې له ځيني لومړيتوبونو له کبله اړه شوه چې ځيني سيمې له لاسه ورکړي. ده وويل، دا اړين وو چې بحراني سيمې ځانګړې کړو او په هغه ځای کې خپل حضور قوي کړو. ده وويل چې د سوريې د سرتيرو په اړه د دوی اندېښنو دوی اړ ايستل چې ځيني سيمې پريږدي.

اسد وويل، موږ اړ وو چې په ځينو سيمو کې خپلې ژمنې څرګندې کړو؛ خو اردو ونه کړای شو چې د هيواد په هره نقطه کې دې حضور ولري.

اسد د اردو د قوي کولو په مقصد پرون د هغو کسانو لپاره عفو اعلان کړه چې د عسکري له قانونه يې سرغړونه کړې ده او له پوځه وتلي دي.

اسد همداراز وويل چې جګړې ته د پای ټکی ايښودلو لپاره د سياسي مذاکراتو ملاتړ کوي؛ که دا مساله د سوريې د اوسني بحران په حل کې کم رول ولوبوی هم.

خو اسد دا هم وويل چې هر اقدام چې د تروريزم پر ضد د مبارزې لپاره نه وي شوی؛ بې مانا به وي.

د سوريې د کورنۍ جګړې له پيله، په دغه هيواد کې له ۲۰۱۱م کال راهيسي ۲۳۰ زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG