د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

په میدان وردګو کې د "محمد محقق" له خوا پر خلکو د وسلو ویشلو اوازې


د میدان وردګو یو شمې سیمه ییز چارواکې او اوسیدونکي د دغه ولایت په ځينو سیمو کې د غیر مسووله وسله والو د شتون او د دغو کسانو له خوا د خلکو د زورونې خبره کوي.

په همدې حال کې د ازادي راډيو داسې راپورموندلی چې ښیې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق اووه سوه کسان په میدان وردګو کې مسلح کړي چې دغه کسان خلک زوروي او آن د ماشومانو او ښځو په وژنه کې لاس لري.

یوه حکومتي سرچینه وایې، د دوي څيړنو ښودلې چې له دغو کسانو سره سپکې او درندې وسلې شته.

د میدان وردګو په ځینو سیمو کې د غیر مسووله وسله والو شتون او د هغوی له خوا د خلکو زورونې د دغه ولایت سیمه ییزچارواکي اندیښمن کړي دي.

د میدان وردګو د بهسود ولسوالۍ امنیه قومندان عزیزالله رضایې وایې، دغو کسانو د دغه ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ادارې امرپه ښارکې لوڅ وګرځاوه او کله چې هغه غوښتل ځان پټ کړي نو پرلاسو یې په مرمیو و واهه.

رضایې وایې، داسې اوازې شته چې د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري په وردګو کې خلک مسلح کوي:

(( زموږ ادارې امر پرون نه وړمه ورځ د شهرک سبز سیمې ته تللی و. خپل د موټر پنچري یې نیوله او وسله هم ورسره نه و. هلته دوو کسانو چې نا پيژانه هم نه دي زموږ ادارې مدیر وهلی دی.

وهل خو خیر دا مو تر نن ورځې نه و اوریدلي چې د پولیسو افسر په بازار کې دننه لوڅ وګرځوي.

کله چې ده غوښتله ځان پټ کړي، په کلاشینکوف یې پر لاسونو وهي. نور نو داسې خبرې ما ته هم وویل شوې چې ناصري او محقق دا کسان مسلح کوي.))

په ورته وخت کې یوه حکومتي سرچینه وایي چې د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو د وسله والو مخالفانو تر حملې وروسته، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په دغه ولایت کې د غیرمسووله کسانو په مسلح کولو پیل کړی.

دغه سرچینه د وسله والو کسانو شمېر۷۰۰ یادوي چې ۳۰۰ یې غیرمسووله وسله وال دي او ۴۰۰ یې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د سیمه ییزو پولیسو په توګه فعالیت کوي او د ځانګړیو ځواکونو په وسلو سمبال دي.

د دغو کسانو مشري د اریپور په نوم یوکس کوي چې د سرچینې په خبره د محمد محقق څخه دستور اخلي.

دغې سرچینې د نوم او غږ د نه خپریدو په شرط له ازادي راډيو سره خپل معلومات داسې شریک کړل:

((د روژې په لسمه کله چې د بهسودو ولسوالۍ ته ولاړو، هلته راته معلومه شوه چې غیر مسووله کسانو د کوچیانو لس کسان اسیر نیولي دي.

په دایمیرداد کې اډې او مرکزونه لري او په دهشکو، پيکا او هاوان مجهز دي او ان ذرې جامې لرې.

دغو کسانو د ۲۴ کورونو څخه مالونه لوټ کړي، خلک یې زورولي او د هغوی کورونه یې سوځولي دي.

موږ له استخباراتي چارواکو، سپین ږیرو او دولتي چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړې او هغو راته وویل چې دا کسان د محمد محقق له خوا مجهز شوي دي او مشري یې په دغه ولایت کې د اریپور په نامه یو کس کوي. ان یو سړی چې له دوی سره اسیر و، شکنجه شوی، سور سیخ یې پوزې ته ور داخل کړی و او دغه کسان په دې ولایت کې ماشومان زوروي او ښځې وژنې.))

د همدې سرچینې په خبره، دا کسان اوس په لومړي او دویم بهسودو، د خواجه محمد په سیمه او د جلریز او دایمیرداد په ولسوالیو کې د خلکو په زورولو، باج اخیستلو او د هغوی د کورونو په سوځولو بوخت دي.هغه مساله چې د میدان وردګو ځينې هزاره توکمې یې هم تاییدوي.

د بهسودو د بازار یو دوکاندار وایې، ده په خپلو سترګو لیدلي چې دغه کسان ان له خپلو خلکو سره چې هزاره ګان دي څه ډول چلند کوي:

((هغه ورځ چې دا خلک یې زورول، زه هلته وم. ډيره خطرناکه پيښه مې ولیده چې پرما یې هم تاثیر وکړ.

نه پوهیږم چې د چا له خوا حمایه کیږي خو بلي هزاره ګان دي. داسې وایي چې محقق یې ملاتړ کوي.))

د دې موضوع د روښانه کولو لپاره مو د میدان وردګوله ځينو اوسیدونکو سره خبرې وکړې. دوي دا خبره تاییدوي او وایې چې ډیری دا کسان جګړو او قومي شخړو ته لمن وهي او زیاتره یې له بامیان څخه میدان وردګو ته راغلي دي.

د کوچیانو یو تن استازی ملک رحمت الدین وایي چې دا کسان له دوی څخه په یوې میاشتې کې څه باندې یو لک افغانۍ اخلي:

((له دوی سره د محقق او ناصري مشوره ورسره ده. له دوی سره دوربین والا وسلې ورسره وي.

زموږ سپین ږیرې یې ووهل. اته کسان یې بوتله او مالونه یې را لوټ کړه.تقریبا څلویښت کورونه یې بې کوره کړه. صرف موږ، ماشومانو او سیاسرو ځانونه ایستلې دي.))

د میدان وردګو په جلریزکې پر سیمه ییزو پولیسو د طالبانو ترحملې وروسته، محمد محقق خبرداری ورکړچې د حکومت د نه پاملرنې په صورت کې به د دغه ولایت اوسیدونکي له ځانه د دفاع لپاره مسلح کړي او د هغوی ترڅنګ به ودریږي.

خو اوس د اجراییه ریاست د دغه مقام مطبوعاتي دفتر دا تورونه ناسم بولي.

د محمد محقق د مطبوعاتي دفترمسوول ناظرحسین صادقي ازادي راډيوته په دې اړه وویل:

(( دا د استاد محقق پر وړاندې یو تور دی. هغه کسان چې دا خبرې کوي نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ شي. غواړي ملي یووالي ته زیان ورسوي.

زه دا خبره ردوم. ښاغلي محقق ویلي و چې دی غواړي د ملي امنیت شورا او د حکومت تر نظر لاندې کسان مسلح شي.))

هغه سرچینې چې د محقق له خوا یې د غیرمسووله کسانو د مسلح کیدو په اړه ازادي راډيو ته معلومات ورکړل زیاتوي چې د میدان وردګو د استخباراتي منابعو د معلوماتو له مخې، غلام حسین ناصري له زیاتې مودې را په دې خوا په دې ولایت کې د غیرمسوله وسله والو په مسلح کولو او هغوی ته د تنخواه په ورکولو لګیا دی.خو په خپله ناصري دا موضوع ردوي او هغه یوه سیاسي مساله ګڼي:

((موږ هیڅ کله نویمې لسیزې ته د بیا ګرځيدلو پلویان نه و او نه یو. خو هغه کس چې پر کور او مال یې تیری کیږي، زما له خوا یا د حامد یا هم محمود له لورې، هغه دا حق لرې چې له ځانه دفاع وکړي که چیرته حکومت ورسره همکاري ونه کړي.))

له دې سره-سره په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد له ازادی راډيو سره خبرو کې د حکومتي چارواکو له خوا د غیرمسوله کسانو مسلح کول د افغانستان لپاره ستر خطر بولي او وایې چې دا کار به ناوړه نتیجه له ځان سره ولري:

((د تاریخ او د افغانستان د سترو ګټو له نظره په ځانګړې توګه د افغانستان د اوږد مهاله ګټو لپاره ملیشه جوړونه یو ستر خطر دی او کیدای شي په راتلونکې کې په افغانستان کې د کورنیو جګړو یو بنسټ و اوسي.

دا مهمه ده چې له دا ډول اقداماتو څخه ډډه وشي. په امنیتي چارو کې چې هرشی کیږي، باید د قانون له مخې او د دولتي تشکیلاتو په چوکاټ کې وشي. په مجموع کې زه د دا ډول اقداماتو مخالف یم.))

یو شمېرپخواني امریکایې چارواکي او د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې دا کار د نورو خپل سریو تر څنګ په افغانستان کې د موازي حکومتونو رامنځ ته کیدو او د بشري حقونو نقض ته زمینه برابروي.

دوی خبرداری ورکوي، که افغان حکومت د خپل سرو او غیر مسووله وسله والو مخه په وخت و نه نیسي، نو دا کسان به د وسله والو مخالفانو تر څنګ د دولت او خلکو لپاره په یو بل سر خوږي بدل شي.

XS
SM
MD
LG