د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

لودي: م.م ته مو په پاکستان کې د هند د لاسوهنې دوسيې وړاندې کړي


پاکستاني چارواکي وايي چې په دې هېواد کې يې د هند د لاسوهنې او د ترورېستانو د ملاتړ په اړه دوسيې او ثبوتونه د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون ته وړاندې کړي او له هغه يې د دغې لاسوهنو په اړه د هراړخيزو تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او هند ترمنځ په دې وروستيو کې پر ګډه پوله تاوتريخوالى ډېر شوى چې په نتيجه کې د دواړو خواوو ملکي وګړيو او پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې ډاکټر مليحه لودي د جمعې په ورځ په نيويارک کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون دفتر ته يې درې دوسیې وړاندې کړي چې په کې د پاکستان په ناآرامیو کې د هند د لاس لرلو تورونه بیان شوي دي.

نوموړې خبريالانو ته د دغو دوسيو او ثبوتونو د تفصيل ورکولو پر مهال وويل:

((يوه دوسيه په بلوچستان کې د هند د لاسوهنې او د ترورېستانو د مرستې په اړه ده؛ دويمه دوسيه په قبايلي سيمو کې د دې هېواد لاسوهنې برسرېره کوي او په درېيمې هغې کې د پاکستان د سند ايالت په کراچۍ کې د لاسوهنې هراړخيز شواهد موجود دي.))

ملیحه لودي همداراز وویل:

((موږ غوښتل چې دا دوسيې له هندي چارواکيو سره د مذاکراتو پر مېز شريکې کړو؛ خو اوس چې د مذاکراتو لړۍ ځنډېدلې، نو اړ يو چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د دفتر له لارې دغې نړېوالې مؤسسې ته راشو او هغه ناآرامونکي اعمال چې هند یې زموږ د هېواد پرخلاف تر سره کوي؛ افشا کړو.))

د پاکستان سياسي او پوځي مقاماتو په داسې وخت کې پر هند د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د لاسوهنې تور پورې کړى چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې د دې هېواد د سند ايالت په کراچۍ او همداراز نورو سيمو کې د يو شمېر کسانو د نيولو خبر ورکړى چې د دوى په وينا؛ د هند له استخباراتي شبکې سره يې اړيکي لرلې.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د سفيرې له خوا د دې ادارې د عمومي منشي دفتر ته د هند د لاسوهنو د دوسيو تر وړاندې کولو مخکې د پاکستان صدراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وينا کې پر هند غږ وکړ چې دواړه هېوادونه بايد ټولې ستونزې د مذاکراتو له لارې اواري کړي.

نوموړي همداراز له هند سره د سولې او ښه اړيکيو لپاره يوه څلور مادييزه فارمولا هم وړاندې کړې چې په وينا يې؛ د دغو څلورو مادو په عملي کولو سره به د هند و پاکستان ترمنځ وضعيت ښۀ شي.

په دغو څلور مادو کې راغلي چې دواړه هېوادونه دې د ٢٠٠٣م کال امن معاهده عملي کړي؛ يو بل ته دې د جنګ ګواښونه نه ورکوي او همداراز دې هند له سياچن او هندي کشمير څخه خپل پوځيان وباسي.

خو له بلې خوا بيا هندي چارواکيو د صدراعظم شريف څلور ماديزه فارمولا رد کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د پيل او پرمختيا لپاره يې پر پاکستان غږ وکړ چې له ترورېزم او ترورېستانو له پالنې دې لاس واخلي.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وينا کې د صدراعظم شريف د وينا په ځواب کې وويل چې په سيمه کې د دايمي امن لپاره بايد پاکستان ترورېستان وځپي او زياته يې کړه چې د ښو او بدو ترورېستانو پاليسي د منلو وړ نه ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG